د سعودي عربستان د اعلان خلاف، د طالبانو د حکومت سترې محکمې د پنجشنبې ورځ، "د حوت ۲۸مه"، په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د راپورونو له مخې، نایجریا او مالي کې هم نن د اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان د بیلابیلو برخو یو شمیر اوسېدونکي چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې د اختر د لمانځه په ادا کولو پیل کړې وايي د اقتصادي ستونزو او د کورنیو د ویشل کېدو سربېره، هم هڅه کوي چې د دودیزو دودونو او رواجونو په ساتلو سره اختر ولمانځي.
د بادغیس ولایت اوسیدونکی حفیظ الله عطشان ازادي راډیو ته وویل:"موږ غواړو چې دا اختر د تیرو اخترونو په پرتله په بل ډول ولمانځو، ځکه چې بادغیس د پسته لیق په نوم یو ځانګړی ځای لري او خلک هلته د تفریح او سیاحت لپاره ځي، د ښار او نورو ولسوالیو څخه ډیر خلک پسته لیق ته راغلي او غواړي چې اختر د طبیعت په زړه کې او د پسرلي ښکلاو کې تېر کړي."
خو یو شمیر نور بیا وايي، اوس اخترونه د پخوا په شان نه دي.
د کابل یوې اوسېدونکې مرسل وویل:"ځکه په تیرو وختونو کې ټولې کورنۍ سره یوځای وې، ملګري او اشنایان ټول په افغانستان کې وو، ټولو له اختر څخه خوند اخیسته، خو له بده مرغه د حکومت له بدلون سره ټول مسافر شول او د نړۍ هر ګوټ ته خواره شول، خو موږ بیا هم چمتووالی نیولی، نوې جامې مې چمتو کړې، او د ملګرو او خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ځو."
د یادونې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې خلک د اختر لمانځلو لپاره خپل ځانګړي دودونه لري، چې له نسلونو راهيسې ور پاتې دي.
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي الفت الله ازادي راډیو ته د خپلې سیمې د دود په اړه وويل:"دلته، زموږ د نیکونو له وخت راهیسې دود دی چې خلک په ډله ییزه توګه راټولیږي او ټول چای او وچې میوې راوړي او په شریکه یې خوري، دلته یو زیارت دی چې وریجې هم په کې پخیږي او ټول یې یوځای خوري، او بیا خلک د ملګرو او خپلوانو کورونو ته ځي."
په یو شمیر سیمو کې بیا اختر له سیمه ییزو تفریحي پروګرامونو سره مل دی.
د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي دادخدا تیموري هم د دې سیمې د ځانګړو دودونو په اړه وړاندې وویل:"لومړی د اختر له لمانځه وروسته په ګډه په جومات کې اختر مبارکي کوو، او بیا د اختر د لمانځلو لپاره کور په کور ګرځو، او د ډوډۍ په وخت چې په هر کور کې برابر شو، خواړه خورو، نوې جامې اغوندو، زموږ په تیموري ترکانو کلتور کې موږ اسونه بهر بیایو او ډبرو اچولو ته ځو، موږ دا کارونه د اختر او نوي کال په ورځو کې چې یو ځای شو، ترسره کوو.”
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ «د حوت په ۲۷مه» په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) اعلان وکړ چې په هلمند، فراه او غور ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو د شوال مبارکې میاشت لیدلې او شرعي محکمو ته یې شواهد وړاندې کړي چې د دې شواهدو پر بنسټ، پنجشنبه «د حوت ۲۸مه» د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د چهارشنبې په شپه، د جمعې په ورځ «د حوت ۲۹مه» د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
په افغانستان کې د کوچني اختر نیټه تل د شرعي محکمو لخوا د سپوږمۍ د لیدلو پر بنسټ اعلانېږي، په داسې حال کې چې ځینې اسلامي هیوادونه د ستورپوهنې محاسبې هم کاروي.
خو د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د هېوادونو ترمنځ د اختر په اعلان کې توپیر، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته، یوه تکراري موضوع ده چې تقریبا هر کال پیښیږي.
کوچنی اختر د افغانانو لپاره یو له مهمو مذهبي مراسمو ګڼل کیږي.
د نویو جامو اغوستلو او د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، خلک د یو بل کورونو ته ځي ترڅو یو بل ته مبارکي ورکړي او د اختر خوښۍ شریکې کړي. همدارنګه، مشران ماشومانو ته پیسې ورکوي چې "اختری" یې بولي.
خو یو شمیر افغانان وايي، د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ماشومانو ته د اختري ورکولو دود اوس ډیر کم شوی دی.