اختر د ډېرو هغو افغانانو لپاره چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي، د کور او وطن د خاطرو راژوندي کولو، له کورنۍ او ملګرو سره د راټولېدو او د ټولنیزو اړیکو د بیا ټینګولو یو فرصت دی. خو د دې مناسبت د لمانځلو څرنګوالی له هغه څه سره چې په افغانستان کې دود دی، ښکاره ټوپیر لري.
ځینې کورنۍ هڅه کوي چې له خپلو ملګرو او هیوادوالو سره وویني او په ساده، خو صمیمي ډول د دودیزو رواجونو په ساتلو، د محلي خوړو په چمتو کولو، ټلیفوني مبارکیو او لنډو لیدنو کتنو په ترڅ کې ولمانځي.
ارزو صافي، چې د استرالیا په سیدني ښار کې د کډوالۍ د برخې وکیله او د یو حقوقي دفتر مشره ده، وایي چې دا او کورنۍ یې هر کال اختر یو ځای لمانځي.
نوموړې زیاتوي، ډېری کسان چې خپل کارونه لري یا کولای شي په دې ورځ رخصتي واخلي، د ښار په جومات کې د اختر لمونځ ادا کوي:"زه خپله د اختر په لومړۍ ورځ له خپلې کورنۍ سره یم، یو بل ته د اختر مبارکي وایو او دا ورځ لمانځو، او ماښام بهر ځو. سږ کال په سیدني ښار کې د اختر پروګرام خپله حکومت تنظیم کړی، افغانان او نور مسلمانان ټول هلته راټولېږي، لکه یو جشن، چې پکې خواړه، موسیقي او تفریحي پروګرامونه وي."
په تاجکستان کې میشت افغان فیصل افضلي هم وایي چې د کورنۍ د نشتوالي سره سره، د ګاونډیانو او نږدې ملګرو کره ځي او اختر یو ځای سره لمانځي:"موږ اختر لمانځو، ځکه دا زموږ دود دی. خپلوان مو دلته نشته، خو له ګاونډیانو سره وینو، بهر چکر ته ځو. هدف دا دی چې اختر ولمانځو او خوشحالي وکړو."
خو ډېری هغه افغانان چې تازه کډوال شوي دي او د کار او د کوربه هېواد د ژوند له محدودیتونو سره مخ دي، وايي نه شي کولای چې د تېر په شان اختر ولمانځي.
په فرانسه کې افغان خبریال هارون بصیر، ازادي راډیو ته وویل:"زما خپله په اروپا کې دا څلورم اختر دی، ډېر مشکل دی چې اختر په ښه ډول ولمانځم. د اختر په ورځو کې متأسفانه زه یا په درس کې وم یا په کار کې. یوازې دومره مې کړي چې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړم او له هغو کسانو سره چې د لمانځه لپاره راغلي وګورم. بیا هر څوک خپل کار ته ځي. لکه څنګه چې په افغانستان کې مو لمانځه، دلته داسې نه کېږي."
دا کیسې ښيي چې د کډوالۍ ژوند نه یوازې پر ورځني ژوند اغېز کوي، بلکې د کلتوري او دیني مناسبتونو د لمانځلو پر څرنګوالي هم اغېز لري. د ځینو افغانانو لپاره د اختر لمانځل لا هم د هویت او ارزښتونو د ساتلو یو فرصت دی، که څه هم د لمانځلو طریقه یې له تېر سره توپیر لري.
یو شمیر فرهنګي فعالانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا ډول ساده هڅې د افغان کډوالو لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې دا د کلتور او ټولنې سره د تړاو احساس پیاوړی کوي او د کورنۍ او هیوادوالو سره د اړیکو او ذهني ارامتیا لامل ګرځي.