سره لدې چې په افغانستان باندې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کینولي او دویر فضایې رامینځ ته کړې خو سږ کال اختر او نوروز دواړه یو په بل پسې راځي، که روژه مکمله دیرش ورځې وي نو جمعه د کوچني اختر لومړی ورځ او شنبه د حمل لومړی نېټه د نوروز ده.
یو شمیر افغانان وايي دواړوته چمتوالی لري او خپلو مېلمنو ته به وچه او لمده میوه یا هفت میوه دواړه مخې ته کېږدي.
د کابل اوسېدونکې معصومې ازادي راډیو ته وویل:
له څو ورځو مخکې څخه مونږ تیاری پیل کړی، خونې مو پاکې کړي، دروازې پرې مینځه، جامې پرې مینځه دا تیاری
" له څو ورځو مخکې څخه مونږ تیاری پیل کړی، خونې مو پاکې کړي، دروازې پرې مینځه، جامې پرې مینځه دا تیاری، مېلمانه چې راشي، همدا وچه میوه ده، کلچې دي، دغه شان هفت میوه ده، ډیر په ښه ډول او خوشحالۍ سره کښینو او کیسې کوو."
د ننګرهار اوسېدونکې نرګس هم وايي اختر او نوروز دواړو ته تیاری لري، هفت میوه یې جوړه کړې، خو زیاتوي چې له وچې میوې تېره شوې او یوازې کیک او کلچې یې اخیستي:
سږ کال خو اختر او نوروز یو ځای راغلی نو د نوروز په خاطر مو هفت میوه جوړه کړې او د اختر لپاره کیک
" سږ کال خو اختر او نوروز یو ځای راغلی نو د نوروز په خاطر مو هفت میوه جوړه کړې او د اختر لپاره کیک، کلچې دا شیان دي، هم د اختر د خوشحالۍ لپاره او هم په کې نوی کال دی نو د هغې په خاطر مونږ پاک کاري هم شروع کړې. "
اختر درې ورځې او د مسلمانانو مذهبي جشن دی.
هر کال دوه اخترونه لري یو کوچنی یا د روژې اختر او بل لوی یا د قربانۍ اختر چې په دې ورځو عمومي رخصتي وي.
خو نوروز چې یو لرغونی اریايي طبیعي او فرهنګي جشن دی او ایران، عراق، سوریې، ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم نمانځل کېږي افغاستان کې به یې د هر لمریز کال لومړۍ ورځ یعنې یوه ورځ په مناسبت عمومي رخصتي وه.
خلک به په دې ورځ میله ځایونو ته تلل او د جنډې پورته کولو مراسم به ترسره کېدل، خو پر دغه هیواد د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ۱۴۰۰ لمریز کال په اوړې کې دوی د دې ورځې رسمي نمانځل منع کړل.
هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی نوروز په رسمي ډول نه نمانځي، خو دا یې هم ویلي وو چې د خلکو له خوا یې د نمانځلو مخه نه نیسي.
په اخترونو کې په عیدګاه وو کې د اختر لمونځ ادا کېږي، خلک یو د بل کورونو ته مبارکۍ ته ځي او څوک چې وس او توان یې ولري، وچې میوې، کیک او کلچې اخلي او خپلو میلمنو ته یې ږدي.
خو د نوروز د ورځې لپاره خپلو ځانونو او میلمنو ته د نورو ځانګړو خوړو په ګډون هفت میوه جوړوي، هفت میوه د اووه ډوله وچې میوې لمدې شوې بڼې ته وايي.
یو شمیر فرهنګي فعالان له دې ډلې لیکوال محمد انور وفا سمندر په افغانانو په پرله پسې ډول د دوو جشنونو راتګ یو نیک ګام بولي او له خلکو غواړي چې په خوښۍ سره یې ونمانځي:
د ژوند او بخت په دې دردمن حالت کې زما پر ولس دوه خوښۍ راغلې اختر او نوی کال،څنګه یې ونه نمانځو، که څه هم جیبونه مو خالي وي،
" د ژوند او بخت په دې دردمن حالت کې زما پر ولس دوه خوښۍ راغلې اختر او نوی کال،څنګه یې ونه نمانځو، که څه هم جیبونه مو خالي وي، که څه هم په دسترخوان راته وچ جواری ایښی وي، خو زړه لرو، راځئ چې د زړه سره زر راوباسو، په دې هیله چې د ژوند شیبه شیبه مو اختریزه شي، او په دې هیله چې د بخت باغ مو همیشنۍ نوروزي هوا او فضا له ځانه ورخپله کړي، تاسې یوه یوه ته اخر او نوی کال مبارک وایم! "