د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په وړاندې غبرګونونه

په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو په یو روغتون د پاکستان هوايي حملې پراخه غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د حکومت ویلي چې په دې برید کې چې تیره شپه ناوخته شوی له ۴۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان ادعا کړې چې په دې حمله کې یې د طالبانو پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

پر پلازمینه کابل د پاکستان هوايي بریدونو ته، چارواکو، سیاسي څېرو، او د بشري حقونو سارمانونو پراخ غبرګنونه ښودلې دي.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې په دې برید کې چې تیره شپه ناوخته په نشه يي توکو د روږدو په یو روغتون شوې چې ۴۰۸ ملکیان په کې وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه خپلواکو بنستونو دا شمیرې تایید یا رد کړي نه دي خو د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت د لسګونو ملکیانو وژل کېدا تایید کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچاډ بېنیټ د برید په اړه اندېښنه ښودلې او د دوشنبې په ورځ، د حوت ۲۵ مه ناوخته یې په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي، اعظمي زغم وښيي او د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او ملکي هدفونو لکه د روغتونونوخوندیتوب ته، درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم دغه برید غندلی او د یوې خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

هغه د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا کار ښايي جنګي جرم وګڼل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه هم ازادي راډيو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو منشور د هر دولت د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد د زور کارول منع کوي.

هغه ټینګار وکړ چې د روږدو د درملنې د روغتون پېښه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي او که دا برید تایید شي، د جنګي جرم بېلګه به وي.

بلخوا د بشري حقونو فعالې او د تېر جمهوري حکومت پر مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي پر ملکي هدفونو بریدونه جنګي جرم ګڼل کېدای شي او ټینګار یې کړی چې په هر ډول شخړه کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره شوي.

اغلې شهرزاد غوښتنه وکړه چې دا ډول پېښې باید جدپ او ژر وڅېړل شي.

"زموږ لومړنۍ غوښتنه د بریدونو درول او ملکي وګړو ته د زیان د رسېدو مخنیوی دی، دغه راز دا پېښې باید مستندې شي او د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي مرګ ژوبلې په وړاندې ځواب ویونکې وګرځول شي."

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې د دې برید له امله د «پراخو تلفاتو»په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې چارواکي باید ژر تر ژره دا پېښه وڅېړي او ملکي تاسیسات باید له هر ډول بریدونو خوندي وي.

دغه شان د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم دغه پېښه غندلې او په دې اړه یې د یوې خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې د داسې مرکزونو ناروغان د ټولنې له تر ټولو زیانګالو ډلو څخه دی چې د درملنې، عزت او د ژوند د بیا پیل لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه بیان کې ویلي، دا ډول بریدونه، چې د هغه په ده د پاکستان له لوري ترسره کېږي، نه یوازې ټاکلي هدفونه نه شي ترلاسه کولای، بلکې وضعیت نور هم خرابولی شي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا مشرډاکټر عبدالله عبدالله دغه ډول حملې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او ټینګار یې کی چې ستونزې یوازې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو لارو حل کېدای شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي چې د ناروغانو او بې‌دفاع خلکو په نښه کول د بشري اصولو ښکاره نقض دی او نړیواله ټولنه باید د دې ډول پېښو پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

دغه راز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړو له دې ډلې راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، نوین الحق او د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم دا حمله غندلې ده.

داسې مهال چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې په کابل کې یې په دقیق ډول د« ترهګرو د ملاتړ تاسیسات او پوځي مرکزونه » په نښه کړي خو طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع سه شنبه د حوت ۲۵ مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا حمله په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې په یو مرکز شوې چې ۴۰۸ ملکیان په کې وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

خو ازادي راډيو په خپلواک ډول د دواړو لوریو ادعاګانې نه شي تاییدولی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سختې نښتې رواني دي، چې له امله یې په بیلابیلو ولایتونو کې د پراخه ملکي مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG