د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۹

د پاکستان په بریدونو کې د ملکیانو مرګژوبله؛ لا هم طالبان او پاکستاني پوځیان یو بل هدف ګرځوي

خوست کې د بریدونو له امله د یوه وژل شوي کس جنازه - عکس پخوانی دی
خوست کې د بریدونو له امله د یوه وژل شوي کس جنازه - عکس پخوانی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د راکټي او توپچي بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوست په بیلابیلو ولسوالیو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه راز پاکستان په نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو هم پرلپسې بریدونه کړي دي. په همدې حال کې ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو د نښتو له امله بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.

د نولس ورځو له تېرېدو سره سره لا هم د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

د طالبانو حکومت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د راکټي او توپچي بریدونو له امله دخوست په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دوشنبه د حوت ۲۵ مه پر اېکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د همدې ولایت د ګربزو ولسوالۍ د ناري په کلي کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي.

هغه ویلي، د خوست د علیشېر – تریزو ولسوالۍ کې دوه ښځې او یو سړی، او د ځاځي میدان ولسوالۍ کې دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي په دغو سیمو کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

فطرت دغه راز پاکستان د نورستان په کامدیش، د کونړ په ناړۍ او د پکتیکا په برمل او شکین ولسوالیو هم توپچي او راکټي بریدونه کړي خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او د سیمې ډېر شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او عامه تاسیسات هم په نښه شوي دي.

په همدې حال کې د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو سیمو بېځایه شوي او مرستو ته اړتیا لري.

د ګربزو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي:

نن هم پر یوه کور هاوان لګېدلی چې دوه ښځې ټپیانې شوي او حالت یې سخت دی، دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي
د ګربزو یو اوسیدونکی

دی زیاتوي: «د پاکستان راکټونه په ځانګړي ډول د عامو خلکو پر کورونو لګېږي،زموږ د کلي ډېر اوسېدونکي د خوست ښار ته کډه شوي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي موږ له حکومت او موسسو غواړو چې له بې ځایه شویو کورنیو سره ژر مرسته وکړي، ځکه ډېرې کورنۍ سرپنا نه لري او ان ځینې خو یې لا د سیمې د پرښودو لپاره د لارې کرایه هم نه لري.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د تورخم سیمې یو اوسېدونکي فرماه شاه د دوشنبې په ورځ د حوت په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې ډېری خلک له سیمې وتلي او تېره شپه هم جګړې روانې وې.

هغه وویل:

«زه خپله په تورخم کې یم، جګړه تېره شپه هم روانه وه، خلک ټول له دې ځایه کډه شوي او تللي دي، په کورونو کې یوازې یو یو کس پاتې دی، نور هېڅوک نه دي پاتې، خلکو سره ځینې مرستې شوي خو تراوسه هم ورته د سرپنا لپاره خیمې نه دي ورسېدلي موږ هیله لرو چې خلکو ته د لنډ مهالې سر پناه بندوبست وشي.»

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله اخوند زاده د اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت په ښه امنیت کې ژوند کوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ تر ۱۳ مې په دې نښتو کې د ۶۰ ولسي وګړو مړینه او دغه راز د ۱۴۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي، داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون او طالبانو ته نږدې رسنیو په بیلابیلو راپورونو کې ویلي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۱۹۰ ولسي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، خو لا هم د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي معلوم.

له بلې خوا یو شمېر پاکستاني رسنیو په ځانګړي ډول جیو نیوز د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر له قوله د حوت په ۲۴ مه په یو راپور کې ادعا کړې چې په دغو نښتو کې تر دې دمه ۶۸۴ افغان طالبان او هغه کسان چې دوی یې «فتنه الخوارج» بولي، وژل شوي او ۹۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو په افغانستان کې یو شمېر کورنیو او طالبانو ته نږدې رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې طالب ځواکونو د خوست د غلام خان بندر ته نږدې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي پوستو پر ضد د «ردالظلم» په نوم د روانو عملیاتو په لړ کې بریدونه کړي دي.

خو ازادي راډيو نه شي کولای په خپلواک ډول د دواړو لوریو ادعاګانې تایید کړي.

له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون دوشنبه د حوت ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چین هیله لري چې دواړو لوري له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي.

نوموړي ویلي اوربند باید ټینګ او اختلافات د خبرو له لارې شي او دا چې چین به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان ځینو رسنیو، له هغې ډلې اکسپرس ټریبیون، د حوت په ۲۵مه د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره د چین «صادقانه» هڅې ستایلي، خو ویلي یې دي چې تر هغه چې په عمل کې څرګند بدلون رانه شي، له کابل سره عادي ډیپلوماتیک تعامل ته ستنېدل ممکن نه دي.

د سرچینو په وینا، پاکستاني چارواکو چینایي لوري ته ویلي چې اسلام اباد د طالبانو د حکومت پر وړاندې د خپلې اوسنۍ تګلارې تر غوره کولو مخکې ټولې ډیپلوماتیکې لارې ازمویلې دي.

XS
SM
MD
LG