د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

وزګاري او د بیو لوړوالی، هغه ننګونې دي چې په اړه یې ډېر شکایتونه کیږي

د افغانستان د بې کارۍ ستونزې
د افغانستان د بې کارۍ ستونزې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، بې کارۍ او د لومړنیو خوراکي موادو لوړو بیو د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې په افغانستان کې د یو شمېر کورنیو توان محدود کړی دی. دغه پروګرام په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لا هم نازک دی او وده یې کمه پاتې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام« ډبیلو ایف پي» وایي هغه افغانې کورنۍ چې ژوند یې په ورځنۍ مزدورې یا مالدارۍ پورې تړلی د بېکارۍ او د بیو د لوړوالي له امله د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

دې پروګرام جمعه د حوت ۲۲ مه په خپل میاشتني راپور کې د تېرې فبروري میاشتې د بازار وضعیت ارزولی، او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد لا هم نازک دی او وده یې کمه پاتې شوې ده.

د راپور له مخې، په پراخه کچه د کډوالو دوامداره ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو له امله پرله‌پسې رامنځته کېدونکي ټکانونه او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې ستونزو، اقتصادي فعالیتونه محدود کړي دي.

ډبیلو ایف پي ویلي په تېره فبرورۍ میاشت کې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه لوړه شوې او د تازه میوې په ګډون د غلو دانو، غوړیو او غوښې بیې لوړې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د راستنېدونکو کسانو د زیاتې غوښتنې له امله د کورونو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې بیې د تېر په پرتله لوړې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، له اقتصادي فشارونو او د بیو له لوړوالي سره سره، د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې نسبتاً ثابت پاتې شوی او تر یوه بریده یې د وارداتي توکو د لګښتونو په کنټرول کې مرسته کړې ده.

خو د راپور له مخې، له پاکستان سره د لارو بندېدل د صادراتو د کمېدو سبب شوي او په فبروري میاشت کې ډېری واردات د ایران له لارې شوي دي.

راپور زیاتوي چې د کار بازار لا هم کمزوری او کاري فرصتونه محدود دی.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله کورنۍ په ځانګړي ډول نوي راستنه شوي افغانان چې ورځنی ژوند یې په مزدورۍ ولاړ دی وايي د کار د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست نواز کاکړ چې نږدې شپږ میاشتې مخکې له پاکستانه راستون شوی او اوس مهال په کندز کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل:« کار نشته، ان په ۱۰۰ افغانۍ ورځ مزدودري هم نه پیدا کیږي، دلته کله تیږي مینځو کله اتیا افغانۍ شي کله اوبا او کله هم ۱۰۰ افغانۍ، خو دا کار هم کله وي او که نه وي، موږ در په در یو، په الله قسم له کله چې راغلي یو که به مو په مړه ګېډه ډوډۍ خوړلي وي، ترکاري نشته بس همدغه چای او ډوډۍ رارسیږي سهار او ماښام یې خورو، دا اوس اوړو ته حیران یو چې له کومه یې کړو.»

د پلازمینې کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړینو خوراکي موادو د بیو د لوړېدو له امله نه توانیږي چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

«بیې لوړې شوي دي، په ځانګړي ډول د لومړنیو خوراکي موادو، موږ چې یو میاشت مخکې چې په کومه بیه موږ یو من توکي اخیستل اوس په هماغه بیه نیم من هم نه کیږي، دغه موضوع د کورنیو په اقتصاد منفي اغیز کړی دی.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي چې له ستونزو سره سره افغانستان د پام وړ اقتصادي ظرفیتونه او سرچینې لري خو اړتیا ده چې له دې ظرفیتونو څخه په اغېزمن ډول استفاده وشي .

له ډلې یې محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل:« موږ په دې برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو ته اړتیا لرو، هر اوږ مهاله پلان چې جوړیږي په هغې کې به د عاجلو ګټو پلان هم موجود وي او لنډ مهاله پلان هم، دغه راز باید ټولنیز او اقتصادي بنسټونه چې اقتصادي نظام پرې تیکه وي هم باید موجود وي، او تر ټولو مهم پانګه اچونه ده چې څه په ملي کچه او څه په نړیواله کچه چې دا باید حتما موجوده اووسي.»

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په وار وار په دې هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي خو د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي وضعیت هغومره خراب نه دی لکه څنګه چې ځینې نړیوال بنسټونه یې انځوروي.

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې له ۱۷ میلیونو څخه زیات افغانان ــ چې د هېواد شاوخوا درېیمه برخه نفوس جوړوي ــ د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، او له دې ډلې ۴.۷ میلیونه کسان د لوږې په بیړني حالت کې دي.

دغه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۳۰مه ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG