د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پیل شوې نښتې لا هم روانې دي، د ناورې د کډوالو شورا « این آر سي» وايي د دې زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر ټولو ستره بیه ملکي وګړي پرې کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریډي د جمعې په ورځ (د حوت ۲۲ مه) په یوه بیان کې ویلي دې نښتو د افغانستان په ختیځه سیمه کې په ولسي وګړو سخته اغیزه کړې ده.
د « این آر سي » په بیان کې د ښاغلي کاریډي له قوله راغلي:« افغانستان له یو کړکېچ وروسته اوس له بل سره مخ دی او تر ټولو درنه بیه یې ولسي وګړي پرې کوي، د جګړې ټولې خواوې باید نړۍوال بشري قانون مراعت کړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.»
نوموړي دا هم ویلي له خپلو کورونو زرګونه وتلي کسانو په لنډ مهاله کمپونو او ویجاړو کورونو کې پناه اخیستي او زیانمن شوي کسان د پاکو اوبو په ګډون روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.
په کونړ او ننګرهار کې یو شمېر بې ځایه شوي هم وايي له سختو کړاونو سره مخ دي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ نه یو بې ځایه شوي کډوال نورمحمد چې اوس مهال د اسعدباد ښار ته څېرمه سیمه کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل:«پاکستان په عامو خلکو وحشیانه بمباري شروع کړې ده، او په خلکو د توپونو حملې هم کوي، له همدې امله د ناړۍ ولسوالۍ ټول خلک له خپلو کورونو وتلي او اسعد اباد کې ته راکډه شوي دي، دلته د سیندونو په غاړه تر شنه اسمان لاندې دیره شوي او د حکومت مرستو ته په تمه دي.»
د کونړ د همدې سیمي یو بل بې ځایه شوي عطاالله په خپلو خبرو کې له مرستندویه ټولنو نه د مرستو غوښتنه وکړه:«د اسعد اباد په شاوخوا سیمو کې پراته یو، یو شمېر کسان په کورونو کې دي او زیات شمېر دلته تر ترپالونو لاندې یخې یخنې ته شپې سبا کوي، موږ له خیریه بنسټونو او موسسو غواړو چې خلکو سره مرستې وکړي، موږ ته سرپنا او لومړني خوراکي مواد برابر کړي، دلته داسې کسان هم شته چې ماښام د روژه ماتي لپاره هیڅ نه لري.»
د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ د ډکې سیمې یوه اوسېدونکي زرجان شنبه د حوت ۲۳ ازادي راډیو ته وویل د نښتو له امله د دوی سیمه له خلکو خالې شوې ده: «پاکستان د خلکو په کورونو حملې کوي، پرون هم دلته یو کور ولګیده کسان په کې شهیدان شو، له کلي نه ډېر زیات خلک وتلي دي، چې دا جګړه کراره شي بیرته به دا خلک خپلو کورونو ته راستانه شي.»
د ناورې د کډوالو شورا ویلي د دغه نښتو له امله د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي څه دپاسه ۱۱۵ زره کسان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي ،۸۲۶ کورونه زیانمن یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له ۶ سوه ډېر ماشومان د ناامنۍ له امله له زده کړو محروم شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په ختیځ کونړ کې نږدې ۲۵ زره کسان چې شپږ میاشتې مخکې د مرګونې زلزلې له امله بې ځایه شوي وو اوس اړ شوي چې بیرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي او دغه راز ۱۴ زره ۵ سوه نور د دوهم ځل لپاره د بې ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې د حوت ۲۲ مه په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت سرپرستې جورجیت ګاګنون ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ زیاتېدونکې نښتې بشري مرستې ګډوډوي او ملکي خلک له خپلو کورونو بېځایه کوي.
جمعه د حوت ۲۲ مه د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښايي د ملکي خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي او هغه بنسټیزې ملکي زیربناوې زیانمنې کړي چې لا له مخکې کمزورې دي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ تر ۱۳ مې په دې نښتو کې د ۶۰ ولسي وګړو مړینه او دغه راز د ۱۴۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي، داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون او طالبانو ته نږدې رسنیو په بیلابیلو راپورونو کې ویلي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۱۹۰ ولسي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، خو لا هم د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه د په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پیل شوې نښته دمارچ په ۱۴ مه د اولسمې ورځې لپاره لا هم روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د زیانونو د ور اړولو ادعاګانې کوي.
د طالبانو د دفاع وزارت تازه شنبه د حوت ۲۳ مه په یو بیان کې ادعا کړې چې ځواکونو یې تېره شپه د ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستان پوستې په نښه کړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو حکومت دغه راز دعوه کړې چې جمعه د حوت ۲۲ مه یې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد او دغه راز یو شمېر نورو سیمو کې د ډرون په وسیله پوځي اهدف په نښه کړي دي، خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې جمعه ناوخته په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د طالبانو له لوري ورتوغول شوي څو واړه ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړي او د دغه ډرونونو د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله په کویټه راولپینډۍ او کوهاټ کې د دوه ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خو طالبانو ویلي ډرون بریدونه په دقیقو اهدافو لګېدلي دي.
په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی د وړو ډرونونو په برید سره له سرې کرښې تېر شوی دی.
نوموړي شنبه د حوت ۲۳ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې دوی به د خپلو ملکي وګړو په وړاندې بریدونه ونه زغمي.