ملګروملتونو د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) خبرداری ورکړی چې په ایران د جګړې شدت په دې هېواد کې میشت په زرهاوو افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته راستانه شي.
په افغانستان کې د یو ان ایچ سي ار استازي عرفات جمال په جینوا کې خبریالانو ته ویلي،" پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته هر ورځ ۱۷۰۰ افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستنیږي".
پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته هر ورځ ۱۷۰۰ افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستنیږيجمال عرفات
فرانس پرس خبري اژانس د جمال په حواله وايي،"که څه هم دغه کډوال په منظم ډول راستنیږي خو ویره لري".
د هغه په ټکو،"هغه څه چې اوس په ایران کې روان دي پایلې به يې افغانستان اغیزمن کړي".
بل پلو د تیر جمهوریت پرمهال د ولسي جرګي منشي عبدالروف انعامي چې اوسهال په ایران کې ژوند کوي ازادي راډیو ته وویل چې په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ورځ تر بلې سختیږي.
د هغه په ټکو،"ډیر شمیر افغان کډوال چې دلته يې سخت کارونه کول، اوس دا کارونه ورته نه پیدا کیږي، له هیڅ ځایه هیڅ ډول ملاتړ نشته، یو شمیر هغه کډوال چې افغانستان ته ستنیدای نشي، دلته يې وضعیت خراب دی او ژوند يې په خطر کې دی، دوی هم په سخت وضعیت کې دي او په تمه دي چې برخلیک به يې څنګه کیږي".
ملګري ملتونه وايي، سږکال ۲۷۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (یو ان ایچ سي ار) وايي، "د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې تراوسه ۱۱۰زره افغان کډوال له ایرانه او ۱۶۰زره له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي".
په تیرو دوو کلونو کې څه باندې پنځه میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بیرته افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې نژدې دوه میلیونه له ایرانه راغلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرې او د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف د سه شنبې په ورځ ویلي وو،"د افغانستان په سرحدي سیمو کې د فعالیتونو په زیاتیدو او د ظرفیت په لوړونې کار کوي".
یو ان ایچ سي ار وايي، د راستنیو شویو کډوالو سره د مرستې لپاره بودیجې ته اړتیا لري، خو دغه سازمان د اړتیا وړ بودیجه مشخصه کړې نه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ تیره اونۍ په خپل راپور کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنیو شویو کورنیو په ځانګړو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.