په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د پیل شویو نښتو ۱۳مه ورځ ده.
ډیورند کرښې ته څېرمه د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي اوس تاوتریخوالی د تېرو ورځو په پرتله کم شوی دی، داسې مهال چې دواړه لوري لا هم یو بل ته د زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون په یو خبر کې ادعا کړې چې دوشنبه د حوت ۱۸مه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې طالب ځواکونو د کرښې بلې غاړې ته د پاکستان یوه پوسته له منځه وړې او د طالبانو دفاع وزارت بیا په لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستان د یوې کشفي ډرون الوتکې د نسکورولو ادعا کړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت که څه هم دوشنبه تازه د دغه نښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو یکشنبه ناوخته د حوت ۱۷مه یې په یو خپور کړي بیان کې ادعا کړې چې د دغه نښتو او هوايي حملو له پیله یې سلګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوی ګڼ مرکزونه یې له منځه وړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت هم له دې مخکې په دې نښتو کې سلګونه پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلې او د لسګونه پاکستاني تأسیساتو د ړنګولو ادعا کړې، خو د دواړو لورو ادعاګانې ازادي راډيو په خپلواک ډول نه شي تأییدولی.
په همدې حال کې کرښې ته د نږدې سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي له یکشنبې شپې راهیسې وضعیت نورمال دی، خو هره شېبه د سختو نښتو وېره موجوده ده.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ریاض احمد دوشنبه د حوت ۱۸مه ازادي راډيو ته وویل:
بېګا شپه وضعیت یو څه نورمال و او الله دې وکړي چې دا نورمال حالت همدغسې دوام وکړي او جګړه پای ته ورسېږي، ترڅو خلک د سکون ساه واخلي.د ننګرهار د لعلپورې یو اوسیدونکی
د دې ولایت د نازیانو او اچین ولسوالۍ او د تورخم ښارګوټي ځینو اوسېدونکو هم ازادي راډيو سره خبرو کې تأیید کړه چې اوس مهال تاوتریخوالی د پخوا په پرتله راکم شوی دی.
ډیورند کرښې ته نږدې د خوست ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي بیا که څه هم وايي وضعیت د تېر په پرتله ارام دی، خو نښتې په بشپړ ډول نه دي ولاړي.
د خوست د علیشر – تریزیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
«بېګا شپه جګړه څه نا څه کمه وه، خو بیا هم ډزې تبادله کېدې، جنګ و، خو شدت یې کم و، د سپکو او درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل.»
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تېرې فبرورۍ په ۲۶مه سختې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې له دې څلور ورځې مخکې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې په ملکي خلکو هوايي حملې وکړې او ادعا یې وکړه چې دغلته یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي دي.