د بشري حقونو څار سازمان ویلي د ایران په سویل کې د میناب ښار په یوه لومړني ښوونځي برید چې پکې لسګونه ماشومان ووژل شول باید د یوه جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.
د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۰۸ ماشومان په دغه برید کې وژل شوي.
شنبه د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې د کب/حوت په نهمه دا ښوونځی هغه وخت هدف وګرځېد چې د ایران بیلابیلې سیمې د امریکا او اسراییلو له خوا تر بریدونو لاندې راغلې.
بیان زیاتوي په میناب ښار کې د شجره طیبه ښوونځی د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو یوې اډې ته نږدې پروت دی خو څېړنې ښیي چې د دغه ښوونځي ودانۍ له پوځي مرکز سره د یوه دیوال په واسطه جلا دی او لار یې هم بېله ده.
د بشري حقونو څار سازمان ویلي نه امریکا او نه هم اسراییلو په دغه ښوونځي د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی. اخوا ایران بیا امریکا او اسراییل تورنوي چې دا ښوونځی یې هدف ګرځولی.
ایران د برید لپاره امریکا او اسراییل دواړه ملامت کړي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ مخکې د دغه برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: "زه یوازې دومره ویلای شم چې موږ تحقیقات کوو، او موږ هیڅکله ملکي اهداف نه په نښه کوو." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي دي چې امریکا "په قصدي ډول ښوونځی نه په نښه کوي."
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د وسلو د ویشتل کیدو نمونه چې په کمپلیکس کې په مختلفو ودانیو، په شمول د ښوونځي، ښیي چې برید "په قصدي ډول د دقیق لارښود شوي مهماتو سره ترسره شوی او داسې نه ښکاري چې د وسلو د ناڅاپي خرابوالي پایله وي."