د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

پر ایران د برید ۸مه ورځ، جګړه دوام لري، پزشکیان ویلي، پر ګاونډیو به نور برید نه کوي

د مهراباد هوایي ډګر شاوخوا سیمه
د مهراباد هوایي ډګر شاوخوا سیمه

د ایران ولسمشر او د رهبرۍ د لنډمهالې شورا غړی مسعود پزشکیان نن شنبه ( د کب ۱۶مه) له خپلو ګاونډیو هېوادونو بښنه غوښتې او ویلې یې دي چې نور به یې ځواکونه پر دغو هېوادونو بریدونه نه کوي.

هغه په یوه ویډيویي پيغام کې د ایران " بې قید او شرطه " تسلیمېدل رد کړل، هغه څه چې د جمعې په ورځ یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه وکړه.

پزشکیان ویلي:" امریکا دې زمونږ د بې قید او شرطه تسلیمېدو خوب قبر ته یوسي".

پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو بریدونو وروسته ایران پر عربي هېوادونو بریدونه پيل کړل چې لمن یې اذربایجان ته هم ورسېده. ایران پر اذربایجان برید رد کړی دی.

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ، هغه وخت به پر ګاونډیو برید وکړي، که د هغوی له خاورې پر توغندي وویشتل شي.

نن پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو ۸مه ورځ ده.

د اسراییل پوځ نن اعلان کړی چې سهاروختي یې پر تهران د ۸۰ جنګي جیټونو پر مټ بریدونه کړي دي.

دوی خپل تازه هدفونه د ایران پوځي مرکزونه، د توغندیو د توغولو سیمې او په تهران کې نور ځایونه ښودلي دي.

د تهران مهراباد هوایي ډګر ته نژدې هم برید شوی دی.

ایران هم په ځواب کې نن سهار وختي د اسراییل پر تل ابیب ښار توغندي ور ویشتلي دي.

د اسراییل پوځ د ایران توغندي تایید کړي، خو ادعا یې کړې چې شنډ کړې یې دي.


XS
SM
MD
LG