د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

څنګه خپلې وړې او لویې چارې ښې مدیریت کړو او ولې دا کار مهم دی؟

ارشیف
ارشیف

ځیني کسان ډیرې بوختیاوې او کارونه په سم ډول ترسره کوي، خو یو شمېر بیا داسې دي چې د کمو په مدیریت کې هم پاتې راځي. د ادارې او مدیریت د برخې یو شمیر کارپوهان وايي، چارې ډیرې وي که کمې، منظم ترسره کولو ته یې یو پلان، پروګرام او مهالویش جوړول پکار دی.

انسانان په خپل ژوند کې ځیني مسولیتونه، موخې او کارونه لري چې ترسره کول او ورته رسېدل یې اړین او ان ورته حتمي دي.

دا نه یو شان وي او نه هم په یوه اندازه، بلکې عمر، مسلک او د ژوند شرایطو ته یې په پام تفاوتونه په کې موجود وي.

دوی کې ځني کسان ډیرې بوختیاوې او کارونه په سم ډول ترسره کوي، خو ځني بیا داسې دي چې د کمو په مدیریت کې هم پاتې راځي.

د میدان وردګو ولایت یو اوسېدونکی حمیدالله چې د لسانس تر کچې یې زده کړې کړي او اوس په خپله خبره یې چې یو کوچنی کار او بار لري، وايي غوښتل یې لوړې زده کړې تعقیب کړي خو نه شي کولی چې دواړو برخو ته ورسېږي:" ډیرې هیلې او امیدونه مې لرل چې ماسټري ووایم او همدارنګه مخته ولاړ شم، مګر وخت او روزګار دا وخت او اجازه رانه کړه، اوس یو کوچنی کاراو بار لرمه، په دغه کې مصروف یمه نشم کولای چې درسونو ته ادامه ورکړمه. "

خو برعکس د کابل ولایت اوسېدونکی احمد خالد سره له دې چې څو ځایه کار کوي، وايي د عامه اړیکو په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې خپلې زده کړې هم بشپړې کړې دي.

دا چې دا څنګه توانېدلی ازادي راډیو ته یې وویل:" تر اوسه مې په چارو کې پاتې نه یم راغلی، ځکه چې زه یې هر یو ته پلان لرم، کتابچه لرم، په کې یې لیکم او د خپلو يادښتونو پر بنسټ مې مخته ځم. "

افغانستان چې له اقتصادي اړخه یو کمزوری هیواد دی، ډیری اوسېدونکي یې هم کار او هم زده کړې کوي او دا کومه نوې خبره نه ده چې یوازې حمیدالله او احمد خالد ورسره مخ وي.

نورې بوختیاوې هم شته چې دې دوو سره یو ځای هم ځینو ځانته ممکنې کړي، لکه واده شویو ته د ماشومانو سمه روزنه او پالنه، میرمنو ته د کور کار او ګڼې نورې بوختیاوې، مصروفیتونه او مسوولیتونه.

د کابل ولایت یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په شرط یې ازاد راډیو ته د خپلو بوختیاوو په اړه وویل:" سره له دې چې زه یوه ښوونکې یم او په یو شخصي ښوونځي کې تدریس کوم، د دې ترڅنګ خپله هم انلاین زده کړې کوم، سربیره پر دې د کور په کارونو کې هم ونډه اخلم، د هر څه لپاره یو مهالویش لرم. "

د ادارې او مدیریت د برخې یو شمیر کارپوهان هم په دې نظر دي، چې چارې ډیرې وي که کمې په منظم ډول ترسره کولو ته یې یو پلان، پروګرام او مهالویش جوړول پکار دی.

له دې ډلې په کابل کې په یو خصوصي پوهنتون کې د ادارې او مدیریت د برخې استاد عزت الله زهیر ازادي راډیو ته وویل:" که څوک غوړاړي چې په ژوند کې ښه مدیریت ولري نو هغه باید تر ټولو لومړی، د وخت مدیریت زده کړي چې وخت څنګه مدیریت کېږي، تر هغه ورسته بیا د کارونو مدیریت زده کړي چې کوم کار لومړی ترسره کېږي او کوم کار دوهم ترسره کېږي، پلان ګذاري باید ورته وشي چې کوم کوم کارونه ترسره شي او هر یو څومره وخت نیسي، بیا باید هغه تنظیم او ترتیب شي، هغې نه ورسته باید خپل کار پیل کړې او اقدام وکړې او څلورم بیا کنترول دی چې وګورې، ایا کوم کار چې ما مخکې پلان کړی و، تنظیم کړی مې و او پیل کړی مې و زه همغسې روان یم او ورته رسېدلی یم که نه."

نوموړی دا هر څه د یو بریالی کار، چارې او مسوولیت کلي ( کلید) بولي، زیاتوي دا موارد په ځان اعتماد پیاوړی کوي، ژوند نظم اخلي او په ټوله کې انسان د یو هوسا ژوند خاوند کېږي چې ورنه خوند اخلي.

نړیوالو پوهانو هم په دې موضوع ټینګار کړی دی، اتریشي مشهور عالم پیتر دراکر، هغه لومړنی کس چې مدیریت یې د یو علم او خپلواکې رشتې په توګه معرفي کړ ویلي" هغه چې اندازه کېږي، مدیریت کېږي."

XS
SM
MD
LG