د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

هګست: د ایران جګړه کې بریالي یو، نور ځواکونه سیمې ته په رسیدو دي

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست
د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست وایي، د ایران په جګړه کې ( پریکنده بریالي) دي او په خبره یې نور ځواکونه یې هم سیمې ته پر لاره دي. هغه د چهارشنبې په ورځ په پنټاګون کې وویل چې امریکا او اسراییل به له یوې اونۍ کمه موده کې د ایران د فضایي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست وایي، د ایران په ضد د بریدونو لا زیاتې او لویې څپې په مخ کې دي او په خبره یې کار اوس تازه شروع شوی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ پر ایران د بریدونو په پنځمه ورځ په پنټاګون کې وویل چې امریکا او اسراییل به "چې د نړۍ پياوړي هوایي ځواکونه لري" په نژدې یوه اونۍ کې د ایراني د فضا بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

ښاغلي هګسېت وویل، د امریکا نور سرتیري هم سیمې ته د رسیدو په حال کې دي:" یوازې څلور ورځې کیږي چې مونږ دغې شخړې ته ننوتلي یو، پایلې د پام وړ او واقعآ تاریخي دي. یوازې متحده ایالتونو کولای شوای دغه جګړه مخته بوځي، خو کله چې د اسراییل دفاعي ځواکونه هم مونږ سره یوځای شول، زمونږ د ځواکونو ورانونکې وړتیا نوره هم زیاته شوه. دا جوړښت زمونږ د اسلامپلوه سخت دریځه دښمنانو د له منځه وړلو په معنا دی."

امریکا او اسراییل د تېرې شنبې په ورځ پر ایران ګډ او همغږي بریدونه پيل کړل.

په دغو بریدونو کې د ایران پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سربیره یوشمېر ایراني چارواکي او سلګونه نور کسان وژل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریش میرڅ سره د کتنې په مهال وویل: "دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نوهغوی به ډیرسخت زیان وویني."

د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دوی یوه اوبتل د هند په اقیانوس کې د ایران یوه جنګي بیړۍ ډوبه کړه.

د سریلانکا پولیسو او پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د دغې بیړۍ د ۸۷ عملې جسدونه یې پيدا کړي دي.

ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل توغندیز بریدونه پيل کړي او په منځني ختیځ کې یې د امریکا پوځي اډې او نور تاسیسات په نښه کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د قطر صدر اعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د فارس خلیج پر هېوادونو باندې خپل بریدونه ودروي.

ایران بیا ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوی بریدونه د امریکایانو پر منافعو دي او قطر او نور هېوادونه یې هدف نه دي.

د قطر صدر اعظم بیا د ایران دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې د ایران په توغندیزو او ډرون بریدونو کې د قطر هستوګنیزې سیمې، له هغې ډلې د حمد نړیوال هوایي ډګر شاوخوا ودانۍ، حیاتي زیربناوې او د ګازو د تولید تاسیسات په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG