نن چهارشنبه د کب ۱۳ مه د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د پیل شویو نښتو اومه ورځ ده.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپور ورکړی دی.
ملي ټلویزیون په یو بیان کې چې چهارشنبه د کب ۱۳مه یې خپور کړی ویلي په روانو نښتو کې تر دې دمه د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۱۷۵ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان شوي دي.
سه شنبه د کب ۱۲مه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د ملکي مرګ ژوبلې ډیری برخه یې ښځې او ماشومان دي.
نوموړي ویلي وو چې په دې نښتو کې د افغانستان په ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا او کندهار ولایتونو کې د ملکي وګړو ۳۷ کورونه په بشپړ او ۳۱۶ نیمه په نیمه ډول تخریب شوي، ۱۲ دوکانونه ۱۹ جوماتونه، یوه مدرسه او دغه شان یو روغتیايي مرکز هم ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو هم سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۲ مې یې د لومړنیو ارقامو له مخې لږ ترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ تازه چهارشنبه د حوت ۱۳مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان د دغه نښتو له امله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي او روانه شخړه د خبرو له لارې حل کړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون بیا په یو بل بیان کې چې چهارشنبه د حوت ۱۳مه یې خپور کړی ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو د ختیځ کونړ په سرکاڼو، دانګام او شلتن ولسوالیو کې د توپونو له سلو ډیرې ډزې کړي چې له امله یې یو ماشوم ټپيٍ شوی او ګڼو ولسي خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د ډیورند کرښې ها خوا بیا د خیبر پښتنوخوا د کرمې اجنسۍ پولیسو هم د کب په دولسمه په یو بیان کې ویلي، چې د طالبانو له خوا په توغول شوي توغندي کې یو کس وژل شوی دی.
اخوا د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې سې شنبه د شپې یې د کندهار په ولایت کې یې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو ګڼې پوستې ویجاړې کړي او مقابل لوري ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې په یو بیان کې چې چهارشنبه د حوت۱۳ مه یې خپور کړی د دې ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستان د یوې بې پیلوټه الوتکې د غورځولو ادعا کړې ده.
پاکستاني اړخ لا تراوسه د دغه ادعاوو او تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډيو هم په خپلواک ډول د طالبانو دا ادعاوې نه شي تاییدولی.
په همدې حال کې د دغه نښتو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» خبرداری ورکړی چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په ختیځو، سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتېدو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او زرګونه کورنۍ اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ډبیلو ایف مشر جان اېلیف سې شنبه د حوت ۱۲مه په جینوا کې په یو خبري غونډه کې وویل چې د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو تر ۳۰ ډېرې ولسوالۍ د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله اغیزمنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د جان اېلیف له قوله راغلي د روان وضعیت له امله په یادو سیمو کې د بېړنیو خوړو ویش، ټولنیز ملاتړ، په ښوونځیو د خوړو د ویش او د معیشت یو شمېر فعالیتونه ځنډول شوي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان یې اغیزمن کړي دي.
نوموړي ویلي په تازه جګړه کې ځپل شوې ولسوالۍ لا دمخه له شدیدې لوږې سره مخ وې او اوس د دغه سیمو اوسېدونکي د لوږې په بېړني پړاو کې دي او دا چې په یادو سیمو کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته رسېدلې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د دغه نښتو او د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د دغه نښتو او تاوتریخوالي له امله یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ هم ادعا کوي چې پاکستاني لوري مستقیم د دوی کلي او کورونه په نښه کول ځکه اړ شول خپلې اصلي مېنې پرېږدي.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ یو اوسیدونکی دریا خان چې له خپلې کورنۍ سره جلال اباد ته څېرمه سراچې علي سیمې ته راکډه شوی ازادي راډيو ته یې وویل:
"له هغې لوري توپونه او هوانونه راتلل، ټول د خلکو په کورونو او کلیو لږېدل، د خلکو مالونه او کورونو ته زیانونه ورسېدل، موږ مجبور شو چې په توره شپه راووځو."
د ختیځ ولایت کونړ د سرکاڼو له سیمې بې ځایه شوی عطاالله ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته خبره وکړه.
نوموړي وویل:"د دې لپاره مو خپل کلی پرېښود چې هلته سخته جګړه وه او ولسي خلک ډېر زیانمنېدل."
د ختیځو ولایتونو ترڅنګ ډیورنډ کرښې ته نږدې د نورو بیلابیلو ولایتونو د ګڼو ولسوالیو زیات شمېر اوسېدونکي هم د روانو نښتو له امله بې ځایه شوي او اوس مهال له امکاناتو پرته په نورو سیمو کې ژوند کوي.
د خوست د عليشیر – تریزیو اوسېدونکي محمد الله ازادي راډیو ته وویل:"د پاکستان حکومت ډېر ظلم پیل کړی دی، دوی د طالبانو د پوستو په ځای د خلکو کورونه وویشتل، خلکو ته یې پراخه مالي او ځاني زیان ورسولو، موږ هم له خپل کلی او کور نه راووتو."
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د پیل شویو دغه نښتو د پای ته رسېدو په اړه تر اوسه دوی کوم پرېکړه نه ده کړې خو تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هیواد یې چمتو دی چې د دغو شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند د بیا ټینګیدو په هڅو کې برخه واخلي.
د ترکیې او پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي اردوغان سې شنبه د حوت ۱۲مه د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټیلفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ او په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه خبرې کړي.
انقرې مخکې هم د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اوربند په ټینګیدو کې مرسته کړې او څو ځلې یې د دواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی و.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې وروسته له هغې زیاتې شوې چې پاکستان د حوت د دوهمې نېټې په شپه پکتیکا او ننګرهار کې په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه کړل، که څه هم د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په دې هوايي حملو کې یې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګړي اړوند اووه مرکزونه په نښه کړي او ۷۰ تنه یې وژلي دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هغه مهال ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې حمله کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.