د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۳

ټرمپ وایي د ایران نوی مشرتابه غواړي خبرې وکړي او ده هم ورسره منلې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران نوی مشرتابه غواړي خبرې وکړي او ده هم ورسره موافقه کړې ده.

هغوی غواړي خبرې وکړي او ما هم منلې چې خبرې به وکړم

ټرمپ د یکشنبې په ورځ له اتلانتیک مجلې سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل: "هغوی غواړي خبرې وکړي او ما هم منلې چې خبرې به وکړم، نو زه به ورسره خبرې وکړم. هغوی باید دا کار ډېر مخکې کړی وای. هغوی باید هغه څه چې ډېر عملي او اسانه وو، مخکې وړاندې کړي وای. هغوی ډېر زیات انتظار وکړ."

په همدې حال کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوی د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې تهران د " کړکیچ د کمولو لپاره هر ډول جدي هڅو" ته چمتو دی.

عمان د امریکا او ایران ترمینځ د غیرمستقیمو خبرو د وروستیو درې پړاوونو د منځګړي رول لوبولی دی.

امریکا او اسراییل د شنبې له سهار راهیسې پر ایران خپل ګډ بریدونه پیل کړي دي چې تر اوسه د ایران د سترمشر علي خامنه ‌يي په شمول د دې هیواد د وسله ‌والو ځواکونو د څو لوړپوړو قومندانانو مړینه تایید شوې ده.

د امریکا ولسمشر همدارنګه له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې د اسلامي جمهوریت ۴۸ مشران وژل شوي دي.

بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پرون ناوخته اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د ایران پر ضد د "حماسي غضب" په نوم د عملیاتو له پیل راهیسې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي.

اسراییل هم په خپله خاوره کې د ایران په توغندویي بریدونو کې د لږ تر لږه ۹ کسانو وژل کیدل تایید کړي

سنتکام د دغو سرتېرو د وژل کېدو ځای نه دی څرګند کړی او ویلي یې دي چې په ۲۴ ساعتونو کې د هغوی د نږدې خپلوانو تر خبرولو مخکې به د وژل شوو سرتیرو د هویت په ګډون، نور جزئیات خپاره نه کړي.

اسراییل هم په خپله خاوره کې د ایران په توغندویي بریدونو کې د لږ تر لږه ۹ کسانو وژل کیدل تایید کړي او ویلې یې دي چې دا پیښه د اسراییل په مرکزي ښار بیت‌ شمش کې د هستوګنې په سیمه کې پریوې ودانۍ د یوه توغندي د لګیدو له امله رامینځته شوې.

دا لومړی ځل دی چې اسراییل او امریکا پرایران د شنبې د ورځې له بریدونو وروسته خپل لورته د تلفاتو د اوښتو خبره کوي.

د شنبې په شپه هم په تل ابیب ښار پر څو استوګنیزو ودانیو د ایران د یوه توغندي د لګیدو په پیښه کې یوه ۵۰ کلنه ښځه وژل شوې او بله ۶۸ کلنه ښځه پناه ځای ته د تلو پر مهال د ساه بندۍ له امله مړه شوه.

په داسې حال کې چې د اسراییل د هوایي مدافعې سیستمونو په تېرو دوو ورځو کې د ایران څه باندې ۲۰۰ توغندي شنډ کړي خو پوځ یې ویلي چې په دې اړه څیړنه کوي چې ولې سیسټمونه ندي توانیدلی چې د ایران دغه توغندی شنډ کړي.

د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د تازه بریدونو د نوې څپې په دویمه ورځ، پرون یکشنبې د تهران بېلابېلې سیمې تر بریدونو لاندې راغلې.

امریکایي او اسراییلي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې حکومتي مرکزونه، په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوریت اړوند پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.

په هغو انځورونو کې چې فرانسپرس خبري اژانس له پلازمینې تهران څخه خپاره کړي پکې لیدل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې له سختو چاودنو وروسته تور لوګي هواته پورته کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه ‌يي د وژل کېدو له تایید وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ الجزیره شبکې ته وویل چې د خبرګانو شورا غړي "کېدای شي په یوه یا دوو ورځو کې د هېواد لپاره نوی مشر وټاکي."

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ‌ای وژل شوی؛ خامنه يي څوک وو او څه یې کړي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00

د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې، یوه درې کسیزه شورا په موقتي ډول د مشر ځای ناستې شوې ده.

ولسمشر مسعود پزشکیان، د قضایي قوې مشر غلامحسین محسني اژه‌ای او د شورای نګهبان غړی علیرضا اعرافي د دې شورا غړي دي.

XS
SM
MD
LG