د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ «د حوت په اتمه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې او په دواړو خواوو یې غږ کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.
ده له دواړو خواوو غوښتي چې د نړیوالو حقونو، په ځانګړي ډول د نړیوالو بشري اصولو پر بنسټ خپلو مکلفیتونه ته ژمن پاتې شي.
د امریکا متحده ایالاتو بیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې له دوحې فعالیت کوي، په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دوی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او نښتو له پیل څخه خبر دي او وضعیت له نږدې څاري.
په پاکستان کې د ناروې سفارت هم د دې نښتو په ځواب کې په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت کړکیچن دی، او په اسلام اباد کې د ناروې ټولو وګړو ته لارښوونېه کړې چې له وروستیو خبرونو ځان خبر وساتي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم په خپل ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ویلي چې دی یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوسني کړکیچ کې د ارامۍ او د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو، په ځانګړې ډول د ملکي وګړو د خوندیتوب د درناوي غوښتنه کوي، هغه کړکېچ چې د ده په خبره په تاوتریخوالي بدل شوي دي.
ده ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي سمدستي کمول اړین دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله والو نښتو د زیاتوالي په اړه اندیښمن دي.
دې وزارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ یې په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپره کړې، له دواړو خواوو غوښتي هغه څه چې دوی یې خطرناکه شخړه بولي یوې خوا ته کړي او د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د ټولو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته راستانه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات باید د خبرو اترو له لارې او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو په چوکاټ کې حل شي.
د دا هم ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د خبرو اترو د اسانتیا او د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هر ډول اړینې مرستې چمتو کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د تېر جمهوري حکومت ځینو چارواکو هم د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره د هوایي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ، "د حوت په ۸مه" په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې "د افغانستان خلک به په هر حالت کې په بشپړ یووالي سره د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او په زور او زړورتیا سره به ځواب ووایی."
ښاغلي کرزي زیاته کړې چې "پاکستان نه شي کولای ځان د تاوتریخوالي او بمباریو له لارې له هغو ستونزو وژغوري چې خپله یې رامنځته کړي دي؛ بلکې په خبره یې باید خپلې پالیسۍ بدلې کړي او د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او له افغانستان سره د متمدنو اړیکو لاره غوره کړي."
د افغانستان د تېر جمهوریي نظام د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر هم په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې "په ملکي اهدافو د پاکستان بریدونه او تیري د نړیوالې ټولنې له ټولو منل شویو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده."
دا په داسې حال کې ده چې طالب ځواکونو د پنجشنبې په ماښام په پاکستاني ځواکونو بریدونه پیل کړل.
طالب چارواکو ویلي چې دا اقدام یې په وروستیو ورځو کې د پاکستان د مرګونو هوايي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
د راپورونو له مخې، د نښتو له پیل وروسته، پاکستان هم په کابل، افغانستان او یو شمیر نورو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت هم د ورته بریدونه ادعا کړې ده.
دا تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې پاکستان د تیرې یکشنبې په شپه د افغانستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په سیمو کې هوایي بریدونه وکړل.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې دغو هوایي بریدونو د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.
خو د پاکستان حکومت ادعا کړې چې دې بریدونو په ننګرهار او پکتیکا کې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش د خراسان څانګې اړوند اووه مرکزونه په نښه کړل، چې ۷۰ کسان یې په کې ووژل.
د طالبانو حکومت په وار وار د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه ویلي چې د هغه هیواد کورنۍ مسله ده او د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي.