د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۹

پاکستان تایید کړه چې پر خاوره یې هوایي بریدونه شوي

Breaking News
Breaking News

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي، پر خاوره یې د ډرون بریدونه هڅه شوې خو په خبره یې دا ډرونونه یې نسکور کړي دي. د طالبانو حکومت بیا وایي، هوایي ځواکونو یې هلته پوځي اهداف په نښه کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله طرار تایید کړې چې د پاکستان پر ایبټ اباد، صوابۍ، او نوښار باندې د ډرون بریدونو هڅه شوې ده.

ترار دغه بریدونه تحریک طالبان پاکستان یا ( ټي.ټي.پي) ته منسوب کړي او ادعا یې کړې چې ټول ډرونونه یې نسکور کړي دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دغه بریدونه د دوی هوایي ځواکونو کړي او وایي چې توانیدلي په اسلام اباد، نوښار،ایبټ اباد او جمرود کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې یو شمیر هیوادونو د جمعې په ورځ له کابل او اسلام اباد څخه د خبرو او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه .

بل لورته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان د افغانستان او پاکستان د تازه شخړې په تړاو له خپل افغان، پاکستاني، قطري او سعودي سارو سره خبرې کړي دي.

مخکې د جرمني خبري اژانس په کابل او اسلام اباد کې د چارواکو له قوله ویلي و چې د قطر، سعودي عربستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

تر دې مخکې نیمه شپه د پاکستان هوايي ځواک په کابل، پکتیا او کندهار کې ځینې سیمې په نښه کړې. طالب چارواکو ددغو بریدونو خبر تایید کړ خو ویې ویل چې مرګ ژوبله نلري.

طالب ځواکونو تېر ماښام په پاکستاني پوستو انتقامي بریدونه پیل کړل، چې د پاکستان له غبرګون سره مخ شول. سره لدې چې طالبانو وویل چې بریدونه یې د شپې دولس بجې پای ته ورسیدل خو وروسته لدې چې پاکستاني الوتکو افغانستان کې دننه بریدونه وکړل طالبانو وویل چې خپل عملیات یې بیا پیل کړل.

پاکستاني ځواکونه او طالبان دواړه یوبل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي او دواړو خواوو د څو پوستو او اډو د نیولو راپور ورکړی دی.


XS
SM
MD
LG