د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

په کابل کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي، ناتایید شوي راپورونه وایي، پاکستان بمونه غورځولي

د ازادۍ راډیو
د ازادۍ راډیو

په کابل کې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې د جیټ الوتکو غږونه او د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.

د کابل یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د لږ تر لږه ۲ چاودنو غږونه یې اوریدلي.

ځایي رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس بیا د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې پر کابل سربیره کندهار او پکتیا کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د نورو جزییاتو لپاره له ازادي راډيو سره پاته شی.

XS
SM
MD
LG