د طالبانو د حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ چې په ځایي وخت د شپې ۱۲ بجې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پر پاکستاني پوستو ( غچ اخیستونکي) بریدونه پای ته ورسول.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په ختیځ او جنوب ختیځ استقامتونو کې یې هغې غاړې ته په دغو بریدونو کې ۵۵ سرتیري وژلي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې نیولي دي.
بل لورته د پاکستان د صدر اعظم یوه ویاند مشرف زیدي ویلي چې دوی د طالبانو د ده په ټکو ( بې دلیله ) بریدونو ته کلک ځواب ورکړی دی.
زیدي پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې د افغانستان لوري ته یې د طالبانو د حکومت ۷۲ سرتیري وژلي، ۱۲۰ یې ټپيان او ۱۶ امنیتي پوستې یې له منځه وړي دي.
د دواړو لورو د ادعاوو په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي او ازادي راډيو هم دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، جګړه د دوی لوی درستیز فصیح الدین فطرت رهبري کوله او په وینا یې ( قطعاتو ته ورکړل شوي اهداف له پلان سره سم) ترلاسه شول.
پخواني معلومات هم لاندې درسره لوستلی شی:
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، په پکتیکا، پکتیا، خوست، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو او تورخم کې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته ۵۵ پاکستاني سرتیري وژلي دي.
فطرت شیبه وړاندې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی پوځیانو د پاکستان یوه قرارګاه او ۱۹ پوستې نیولي دي.
هغه وړاندې زیاته کړې، د پاکستاني پوځیانو ۲۳ جسدونه او یوشمېر ژوندي د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پخواني معلومات:
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۱۵ پوستې له منځه وړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ویلي چې طالب پوله ساتو څو ځایه د دوی پر پوستو بریدونه کړي چې په وینا یې ( موثر ځواب یې ورکړی دی.
دغه وزارت هم پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ادعا کړې چې د افغان لوري پوله ساتو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه وزارت د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې جزییات نه دي ورکړي
جګړه ماخوستن مهال ۸ بجې پيل شوه چې په ختیځ کې د طالبانو پوځي چارواکو د ( پراخو غچ اخیستونکو) عملیاتو نوم ورکړ.
خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا چې شپه ده او جګړه هم لرې پرتو سرحدي سیمو کې ده، نو ازادي راډيو هم په خپلواک ډول د مرګ ژوبلې ادعاوې نه شي تاییدولی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې دغه ( انتقامي) عملیات د دوی لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت له خوا رهبري کیږي.
د شپې تر ۱۲ بجو هم د جګړو راپورونه خپریږي او معلومه نه ده چې دغه جګړه به تر څه وخته دوام کوي.
پخواني معلومات په لاندې لینک کې ولولی: