د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۳

یوناما: له ایران او پاکستانه د ستنو شویو کډوالو له دریو یوه برخه ښځې او نجوني دي

خیبرپښتونخوا- راستنېدونکي افغان کډوال (آرشیف)
خیبرپښتونخوا- راستنېدونکي افغان کډوال (آرشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما تازه راپور ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه د نژدې پنځه میلیون ستنو شویو کډوالو له دریو یوه برخه  ښځې او نجونې دي.

یوناما سه شنبه د حوت یا کب په ۵مه په خپل فیسبوک پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا ستنېدنه تر ډېره د کډوالۍ د سختو محدودیتونو او جبري ډیپورټ له امله ترسره شوې ده.

د اعلامیې له مخې ښځې او نجونې د راستنېدونکو په منځ کې له لا ډېر خطر سره مخ دي.

یوناما ویلي، ښځې، نجونې له ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان په ځانګړي ډول هغه چې سرپرست نه لري او یا هم له خپلو کورنیو جلا شوي د ساتنې عاجل ملاتړ او رواني او ټولنیزو خدمتونو او د کورنیو د موندولو پروګرامونو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي چې د راستنېدونکو کډوالو په ډله کې ښځې او نجونې له لا ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.

یوناما خبرداری ورکوي چې د اوږدمهاله ملاتړ نشتوالی کولای شي د زیان منلو او ټولنیزې بې ثباتۍ خطر لا پسې زیات کړي.

په همدې حال کې له ایران او پاکستانه یو شمېر ستنې شوې میرمنې وايي اوس مهال په افغانستان کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي او ان نه دي توانېدلي چې خپل عادي ژوند پرمخ یوسي.

یوه میرمن چې نږدې دوه میاشتې مخکې له پاکستانه ډیپورټ کړل شوې د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل"له بده مرغه موږ ښځې له ګاونډیو هیوادونو ډیپورټ کیږو او دلته په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخ یو، د اقتصادي مشکلاتو ترڅنګ رواني او امنیتي ستونزو سره مخ یو، او دا ټول زموږ پر ژوند منفي اغیز لري."

له ایرانه ستنه شوې صابره چې په خبره یې اته میاشتې مخکې ستنه شوې له سختو اقتصادي ستونزو او د ملاتړ د نه موجودیت له امله له رواني مشلاتو سره مخ ده.

صابره وايي"له لوږې نور مړه کیږو، څوک خواړه نه راکوي، دلته ډېر ساړه دي، ډېر سوړ باد لږیږي، خو موږ یوازې دوه کمبلې او یو ټوکر لرو ماشومان مې ناروغان دي، که کوم ګاونډي راسره د خوړو مرسته وکړي ماشومان ډېر ورته خوشحاله وي، ډېره سخته ده څه وکړو.؟"

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما داسې مهال د ستنو شویو میرمنو او نجونو په رواني او ټولنیز ملاتړ ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د رواني روغتیا او رواني-ټولنیز ملاتړ اړوند فعالیتونه منع شوي دي.

له ایران او پاکستانه یو شمېر راستنې شوې کډوالې میرمنې وايي چې له سختو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو په لاسرسي هم محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي او د ستنو شویو ښځو په ګډون یې ټولو ته خوندي ټولنیز چاپېریال رامنځته کړی، داسې مهال چې له شپږمو ټولګیو پورته یې تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو او کار بندیز لګولی او دغه شان یې په ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو په ګډون هم محدودیت لګولی دی.

که څه هم ډیری افغانان له لسیزو راهیسي ایران او پاکستان ته کډوال شوي خو د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته ګڼ نور په ځانګړي ډول میرمنې او نجونې او اقتصادي ستونزو، امنیتي خطرونو او د نجونو په زده کړو او کار د بندیز له امله ایران او پاکستان ته تللي دي، خو په تېرو دوو کلونو کې دواړو هیوادونو د کډوالو د جبری ډیپورټ لړۍ تر بل هر وخت تېزه کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له ایرانه او پاکستانه د کډوالو د ایستلو لړۍ بې سارې بللې ده.

دې سازمان د روانې فبرورۍ په ۱۳مه په یو راپور کې ویلي په روان کال کې نږدې ۱۵۰ او د ۲۰۲۳ کال راهیسي ۵ عشاریه ۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG