نړۍ
ټرمپ کانګرس ته په وینا کې یوځل بیا ایران ته د پوځي اقدام ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالدټرمپ یوځل بیا ګواښ کړی چې که ډيپلوماسي نتیجه ورنکړي نو د ایران پرضد به له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
ښاغلي ټرمپ د فبروري په ۲۴مه د امریکا د کانګرس دواړو خونو ته په څه کم دوه ساعته وینا کې چې د امریکا په تاریخ کې د یوه ولسمشر تر ټولو اوږده وینا وه د ایران په اړه ډېر وغږېد او ویې ویل، ایران ته د تېرځل حملې پرمهال خبرداری ورکړل شوی و، چې په راتلونکي کې هېڅکله د وسلو په تېره د اټومي وسلو د جوړولو د پروګرام د بیارغونې هڅه ونه کړي، خو د ده په وینا ایران دا هڅې بیا پیل کړې.
ټرمپ وویل زما لومړیتوب ډیپلوماسي ده خو یوه خبره دې روښانه وي چې زه به هېڅکله د تروریزم لومړۍ درجه پالونکي ته چې اوس مهال د اټومي وسلو جوړول غواړي د دې کار اجازه ورنه کړم.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانې فبروري میاشتې په ۲۶مه د خبرو د بل پړاو له پیل مخکې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې خپلې جنګي کشتۍ او تجهیزات ځای پرځای کړي دي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې چې ظاهرا د ټرمپ د وینا په ځواب کې یې خپور کړی، ویلي هغه ادعاوې چې د ولسمشر ټرمپ اداره یې د ایران د اټومي پروګرام، بالستیک توغندیو او په دې هېواد کې د تېرې جنوري میاشتې د اعتراضونو د قربانیانو د شمېر په اړه کړې دي، یوازې د لویو درواغو تکرار دي.
ښاغلي ټرمپ همداراز د خپلې وینا په بله برخه کې ژمنه وکړه چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره به خبرو ته دوام ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پیزشکیان :امریکا سره خبرو کې یو "ښه لید لوری" وینم
په داسې حال کې چې د ایران مرکچي پلاوی امریکا سره د دریم پړاو خبرو اترو لپاره جینیوا ته خوځیدلی، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايی خبرو اترو کې یو "ښه لید لوری" ویني.
د ایران رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۵) راپور ورکړ چې بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دایراني پلاوي په مشرۍ دخبرو لپاره د سویس جنیوا ته روان شوی دی.
ټاکل شوې ده چې دا خبرې اترې نن (پنجشنبه، د فبروري ۲۶) پیل شي.
دغه غیرمستقیمي خبرې چې حساسې بلل شوي دي، په داسې وخت کې ترسره کیږي چې متحدو ایالاتو د ایران جنوب ته سمندر کې یوه لویه جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې ده چې چمتو ده که چیرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه وکړي نو برید پیل کړي.
د امریکا ولسمشر یوه اونۍ مخکې ایران ته لس ترپنځلسو ورځو وخت ورکړ چې امریکا سره یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.
ګوګل وايی چین پورې د هکرانو دیوې مرتبطې ډلې فعالیت یې شنډ کړی
د ګوګل تکنالوژي کمپنۍ وايي چین پورې د هکرانو د یوې مرتبطې ډلې فعالیت یې شڼډ کړی دی.
دغه ډله د UNC2814 او د «Gallium»گالیوم په نومونو پیژندل کیدله.
د ګوګل یو چاروکي چارلي سنایدر رویترز خبري اژانس ته ویلي د هکرانو دغې ډلې په ۲۴ هیوادونو کې ۵۳ بنسټونو ته تایید شوی لاسرسې درلوده او د شنډیدو په مهال ددې احتمال هم وو چې لږترلږه ۲۲ نورو هیوادونو کې بنسټونو ته لاسرسی پیدا کړي.
ګوګل کمپنۍ وايي د دغو هکرانو د ګوګل کلاود پروژو په تړلو او د حسابونو او انټرنټي زیربنا به نا کاره کولو سره یې ددوی فعالیت درولی دی.
ګوګل وايی دهکرانو دغې ډلې د سالت تایفون «Salt Typhoon» په نامه د هکري کمپاین څخه چې متحدود ایالاتو چین ته منسوب کړی جلا فعالیت کاوه.
په متحدو ایالاتو کې د چین سفارت دغو ډلو سره د چین هرډول ارتباط رد کړی او ویلي چې دغه هیواد د هک او سایبري بریدونو مخالف دی.
سویډڼ په جرایمو د محکوم شویو کډوالو اخراج ته زور ورکوي
د سویډن حکومت وايي نیت لري په دغه هیواد کې په جرایمو د محکوم شویو کډوالو اخراج ته زور ورکړي.
سویډني چارواکي وايي هرهغه جرم چې سزا یې له نقدي جریمې اوچته وي باید د اخراج لامل شي.
د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د سویډن د کډوالو د چارو وزیر یوهان فورسل د چهارشنبې په ورځ وویل بهرني مجرمان له مودو راهیسې په دغه هیواد کې ساتل شوي دي.
د اولوف کریسټرسن په مشرۍ ښي اړخي حکومت، چې د دیموکراتانو لخوایې ملاتړ کیږي، د پولیسو صلاحیتونه زیات کړي او وړاندیز یې کړی چې د جرمي مسؤلیت عمر له ۱۵ څخه ۱۳ کلونو ته راټیټ کړای شي.
نوی قانون څارنوالانو ته صلاحیت ورکوي چې اخراج د سزاګانو یوه برخه کړي ، او تمه کیږي چې هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ کسان اخراج شي، چې د غه شمیره د اوسنۍ اوسط شمیرې څخه شاوخوا شپږ چنده زیاته ده.
دغه قانون به د سپتمبر له لومړۍ نیټې نافذ شي، خو لومړی به د سویډن د مقننه شورا لخوا وڅیړل شي. سویډن کلونو راهیسې د تاوتریخوالي ، منظمو جرمونو او د مجرمو ډلو ترمینځ نښتو کې د زیاتوالي په وړاندې مبارزه کوي.
پر افغانستان له حملو وروسته په پاکستان کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
په پاکستان کې وروسته له دې چې د دې هېواد الوتکو پر افغانستان هوايي برید وکړ، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د کورنیوچارو وزارت مرستیال طلال چودري نن وویل، پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د شنبې ورځې له حملو وروسته په پاکستان کې چارواکو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي دي.
ښاغلی چودري زیاتوي چې کله هم دوی په افغانستان کې، د ده په وینا پر وسله والو ډلو برید کړی نو هغو غبرګون ښودلی. چودري رویټرز ته ویلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي څو د احتمالي بریدونو مخنیوی وکړي.
په پاکستان کې په وروستیو کې څو تروریستي حملې وشوې. په دې ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او د پنجاب په بهکر سیمو کې حملې وشوې چې په یوه کې پنځه پولیس او دوه ملکیان او په دوهمه کې دوه پولیس ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي دا حملې د پاکستاني طالبانو په ګډون هغه ډلې کوي چې مرکزونه یې په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت وايي هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د کوم هېواد امنیت وګواښي او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او پاکستاني چارواکو پرون تایید کړه چې ځواکونو یې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کړې دي.
نن چهارشنبې د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبه لري
نن چهارشنبې د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبه لري.
په دغه جام کې پرون سه شنبې د انګلستان لوبډلې پاکستان ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه.
پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شویو شل اورونو کې ۱۶۴منډې د انګلستان لپاره هدف ټاکلي و.
انګلستان په ۱۹ اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوي هدف پوره کړ.
افغانستان د ګروپي لوبو په پړاو کې وروسته له هغه له نړیوال جام څخه ووت چې جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ته یې خپلې لوبې وبایللې خو افغان لوبډلې له کاناډا او متحده عربي اماراتو څخه لوبې وګټلې.
په کوهاټ کې د وسله والو په برید کې پنځه تنه پولیس وژل شوي دي
پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د کوهاټ د پولیسو ویاند نعمان زېب نن سه شنبې (د کب ۵مه) د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې وسله والو د کوهاټ د لاچي سیمې د شکردرې پر سړک د پولیسو پر یوه موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د اسد په نوم د پولیسو یو چارواکی او څلور نور پولیس ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه ولسي وګړې هم وژل شوي دي.
په خیبرپښتوخوا کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه په دې وروستیو کې زیات شوي چې د ډېرو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلې ده.
د نننۍ حملې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په دوام د پاکستان او انګلستان سیالي په پام کې ده
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې نن (د کب ۵مه) د پاکستان او انګلستان لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په شپږو بجو د سریلانکا د بولوګولا په لوبغالي کې په پام کې ده.
د هند او سریلانکا په کوربه توب د شل اووریز کرکټ د نړیوال جام د لوبو په دوام ټاکل شوې چې سبا چارشنبې د سریلانکا او نیوزیلنډ لوبډلې لوبه وکړي.
افغانستان د ګروپي لوبو په پړاو کې وروسته له هغه له نړیوال جام څخه ووت چې جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ته یې خپلې لوبې وبایللې خو افغان لوبډلې له کاناډا او متحده عربي اماراتو څخه لوبې وګټلې.
د امریکا د سفارت غیرضروري کارکوونکي له لبنان څخه ایستل شوي دي
د واشنګټن او تهران په اړیکو کې د ترینګلتیا او د دواړو خواوو ترمنځ د احتمالي جګړې د پیل په اړه د اټکلونو له زیاتېدو وروسته یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په بیروت کې د متحدوایالتونو د سفارت د غیرضروري پرسونل او د سفارت د کارکوونکو د کورنیو د وتلو خبر ورکړی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دې مقام د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) د خپل نوم د نه ښودلو په شرط په دې اړه څرګندونې کړې دي.
یاد چارواکي ویلي دي چې د سفارت د کارکوونکو د شمېر د کمولو پرېکړه د سیمې د امنیتي وضعیت د وروستیو ارزونو په اساس شوې ده. هغه یادونه کړې چې دا اقدام د لنډ وخت لپاره دی او د لبنان په پلازمېنه کې د امریکا د سفارت چارې به دوام وکړي.
له بلې خوا په بیروت کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي دي چې د امریکا د سفارت اړوند پنځوس کسان له لبنان څخه ایستل شوي دي.
د بیروت د هوايي ډګر یوه چارواکي ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د سفارت ۳۲ کارکوونکي له خپلو کورنیو سره له لبنان څخه ووتل.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د دوشنبې په ورځ لبنان ته د امریکايي وګړو د سفر په اړه خپله سپارښتنه یوځل بیا نوې کړه او له امریکايانو څخه یې وغوښتل چې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل پنځم کال پیل شو
اوکراین نن د روسیې د یرغل پر وړاندې د جګړې پنځم کال پیل کړ. د اوکراین جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه جګړه ده.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه روسیې، د اوکراین پرضد پراخ پوځي یرغل پیل کړ چې تراوسه پورې روان دی.
د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه ورکړل شوي ارقام ضد ونقیض دي خو په یوه وروستي راپور کې د وژل شویو، ټپیانو او لادرکه روسانو شمېر شاوخوا ۱۲ لکه او د همدې ډلې اوکراینیانو شمېر د پنځو او شپږ لکو ترمنځ ښودل شوی دی.
همداراز د اوکراین د جګړې په نتیجه کې میلیونونه اوکراینیان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
نړیوال بانک د اوکراین د جګړې د پنځم کال د پیل په مناسبت ویلي دي چې د اوکراین د ځپل شوي اقتصاد رغونه ۵۸۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري خو نړیوال بانک زیاتوي چې د بیارغونې د پیل لپاره جګړه باید پای ته ورسېږي.