دغه وزارت یکشنبه د حوت درېیمه په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو بریدونو او د ملکیانو په نښه کول د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه او پارونکي اقدامات دي چې د پایلو مسولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي.
د طالبانو حکومت ویلي پاکستاني هوايي ځواکونو شنبه د حوت ۲مه د شپې شاوخوا دولس بجې په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي حملې کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم په خپله اعلامیه کې چې د دې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یکشنبه د حوت درېیمه په خپله اېکس پاڼه خپره کړې دا حمله غندلې او هغه یې ښکاره تېری او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور په ځانګړي ډول د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي اصل، او دغه راز له نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.
په اعلامیه کې له پاکستانه غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي، د ملګرو ملتونو د منشور اصول او د ښه ګاونډیتوب اصل مراعت او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د « ای اچ ار اف » په نوم د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې یکشنبه د حوت درېیمه یې خپور کړی دا حملې له نړیوالو بشر دوستانو اصولو نه ښکاره سرغړونه بللې او ویلی یې دي د یو نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون د یوې بشپړۍ کورنۍ وژل هیڅ ډول نه شي توجې کېدای.
دغه بنسټ د وژل شویو ۱۶ کسانو یو نوملړ هم خپور کړی چې په کې تر ټولو کشر یو کلن ماشوم او تر ټولو مشر ۸۰ کلن سړی شامل دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په جلا جلا بیانونو کې چې په اېکس پاڼو یې خپاره شوي د پاکستان هوايي حملې غندلي دي دي.
ښاغلي کرزي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب او متمدن چلند لاره خپله کړي.
عبدالله عبدالله لیکلي چې دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ګڼل کېږي او کولای شي د بېثباتۍ او د کړکېچ د پراختیا لامل شي.
نوموړي ویلي هوايي حملې، د ملکي وګړو په نښه کول او تاوتریخوالي ته مخه د حل لاره نه ده بلکې خبرې اترې د ستونزو د حل غوره لاره ده.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دغه حملو په اړه ویلي پاکستاني هوايي ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په ګډون په پکتیکا کې هم ملکیان په نښه کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې یکشنبه د حوت په ۳ درېیمه یې خپره کړې ویلي په دې حملو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګواښ یې کړی چې پاکستان ته به په مناسب وخت کې «مناسب او سنجول شوی» ځواب ورکړي.
خو د پاکستان حکومت چې په دې حملو کې یې د دې هیواد په خبره د تحریک طالبان پاکستان او په دوی پورې تړلو ډلو او دغه راز د داعش خراسان څانګې اوه مرکزونه په نښه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا حملې یې په اسلام اباد او باجوړ کې د وسله والو د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي دي.
د باجوړ د ځان مرګي برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان او په اسلام اباد کې د شیعه ګانو په یو جومات د انتحاري حملې مسولیت داعش ډلې منلی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاوره هوايي حملې کوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په خبره د تېر ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۵ مه په ورته بریدونو کې چې په خوست، کونړ او پکتیکا کې ترسره شوې لږ ترلږه ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول خو اسلام اباد په هغه حملو کې لاس لرل رد کړي وو.
د کابل او اسلام اباد تر منځ دا تاوتریخوالي د تېر کال د نومبر په ۹ مه وروسته له هغې زیات شو چې طالبانو پاکستان د کابل د هوايي حریم په نقض او په پکتیکا کې په هوايي حملو تورن کړ او له دې وروسته طالبانو د همدې میاشتې په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو پراخه او هم مهاله برېدونه وکړل.
له دې سختو پرلپسې نښتو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شوې.
که څه هم د ستونزو د حل لپاره د طالبانو د حکومت او پاکستان استازو څو پرلپسې ناستې هم وکړې خو ښکاره پایله یې نه درلوده.