د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

په روژه کې د رستورانونو وضعیت، کابل کې د روژه ماتي پر مهال د ځینو بازار تود وي

ارشیف
ارشیف

د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، خپلو دوستانو او کورنیو سره روژه ماتې لپاره او له روژه ماتي ورسته رستورانتونو ته ځي، خوراک او څښاک کوي او له دې راټولېدنو او فضا خوند اخلي. په کابل کې د یو شمېر رستورانتونو مسولین هم وايي، د روژې له پیل سره سم یې بازار ښه شوی.

په پلازمینه کابل کې د روژه ماتي پر مهال یو شمېر رستورانونه له میلمنو ډک وي.

د کابل ښار اوسېدونکی اسماعیل چې یوه رستورانت ته خپلو ملګرو سره روژه ماتي لپاره راغلی ازادي راډيو ته یې وویل:"موږ چې دلته رسټورانتونو ته راځو ډېره ښه فضا وي، ډېر خوند اخلو، د تفریح هم ښه ځایونه شته، موږ کې څوک فرمایشونه ورکوي څوک خواړه راخلي، بیا یو دوه درې ساعته ناست یو،ښه خوراکونو لپاره، بیا چای څښلو لپاره، اوس چې د کابل هوا هم ښه شوې، نو ډېر ښه وي."

د ننګرهار اوسېدونکې عرفه بیا وایي که څه هم د دوی د استوګنې سیمې ته نږدې رستورانت نشته خو له روژه ماتي وروسته له خپلې کورنۍ سره د جوس، چای او یا هم د خوږو خوړلو لپاره له کوره وځي: "ډېری وخت موږ هم تر روژه ماتي وروسته د جوس یا شریخ لپاره ځو، که څه هم هوا لږه سړه ده خو موږ د تفریح لپاره ځو، خپلې کورنۍ، خویندو، وروڼو یا دوستانو سره، کورنۍ سره ځکه چې یوازې نه شو تللی، روژه کې څوک چا کره دومره نه ځي نو موږ بیا همدې رستورانتونو کې دوستان ګورو."

خو یو شمېر نور افغانان بیا وايي دا وس او امکانات نه لري چې په رستورانتونو کې خوراک یا څښاک وکړي.

له دې ډلې د هرات ولایت اوسېدونکي عبدالطیف ازادي راډیو ته وویل:"موږ او زموږ دوستان رسټورانتونو نه شو تللی ځکه وسه یې نه لرو، دا روژه کې په ډېرې سختې روژه ماتۍ او پېشلمی چمتو کوو."

خو د یو شمېر رستورانتونو مسولین وايي دوی د روژې په مناسبت د خوراکونو بیلابیلې کڅوړې، بوفې او تخفیفونه په پام کې نیولي دي.

کابل کې د یو رستورانت مدیر سمیر قادري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" خلک خپلو کورنیو سره راځي او له دې فضا خوند اخلي، موږ کورنیو ته څلور، شپږ، لس او ان تر ۱۵ کسیز پکیجونه لرو، چې ټول خوراکونه لکه کبابونه، وریجې او ځینې نور خواړه په کې دي ۱۸۰۰ افغانۍ، شپږ کسیزه پکېج کې سپیشل یې بیا ۳۵۰۰ا افغانۍ دی، دغه راز VIP پکیج په ۳۸۰۰ افغانیو ته رسږي."

خو په مزار شریف کې د یو رسټورانت مدیر چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، سږ روژه یې هم رستورانت ته میلمانه ورځي خو په خبره یې د تیرو په څیر نه دي.

ده بیا وویل چې دوی پاتې خواړه د خپلو کارکوونکو تر منځ وېشي:"موږ رمضاني پکېجونه لرو، چې له ۱۲۰ افغانیو شروع کېږی، ښه دي مېلمانه مو شته او چې وریجې یا نور خواړه پاتې شي، هغه مو خپل پرسونل ته ورکوو، د (خلکو ګوڼه ګوڼه) ښه ده، خو د تېرو کلونو په شان نه ده."

په کابل او ولایتونو کې د یو شمیر نورو رسټورانتونو مالکانو هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی هر کال د پیرودونکو د راجلبولو لپاره د روژې ځانګړي خوراکي کڅوړې، د افطار بوفې، او تخفیفونه اعلانوي تر څو له ښه اقتصاد برخمنو کسانو او کورنیو تر څنګ، بې وزلي او تنګ لاسي هم ترې برخمن شي او دغه شان خپل پاتې خواړه د ضایع کیدو د مخنیوي په موخه خیریه بنسټونو ته ورکوي څو په اړمنو یې وړیا وویشي.

XS
SM
MD
LG