په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي چې د پاکستاني پوځ د تېرې شپې په بریدونو کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه مرګ ژوبله د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ یوې کورنۍ ته اوښتې ده. " د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ ۲۳ کسان تر خاورو لاندې شوي وو، ۱۸ یې شهیدان او ۵ نور ټپيان شوي دي. په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم یو کور په نښه شوی و، چې دوه کسان په کې ټپيان او روغتون ته یوړل شوي دي.غني خېلو کې هم یو کور په نښه شوی چې بشپړ ویجاړ، خو هلته چاته ځاني تلفات نه دي اوښتي."
پر ننګرهار سربیره د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو هم تېره شپه پاکستاني پوځ بریدونه کړي دي.
د پکتیکا یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه دولس بجې د برمل په مارغه سیمه کې پر یوې دیني مدرسې او د شپې په دوه بجو په ارګون کې په یو زاړه کور هوایي برید شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د پکتیکا په دواړو ځایونو کې د دې بمباریو په له امله چاته د سر زیان نه دی اوښتی.