د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

د بدخشان د سرو زرو د کانونو لپاره د نوي زرکسیز ځواک ګمارنه

د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو د کانونو د استخراج یو انځور، ارشیف
د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سرو زرو د کانونو د استخراج یو انځور، ارشیف

د طالبانو د حکومت چارواکو اعلان وکړ چې د بدخشان د سروزرو کانونو د امنیت لپاره زرکسیز ځواک ګماري. ددغه ځواک د ټاکنې خبره په داسې وخت کې کیږي چې تردې مخکې د ولسي خلکو او د کانونو د استخراج د شرکتونو ترمینځ د تاو تریخوالي رپوټونه خپاره شوي وو.

د طالبانو حکومت د بدخشان د سرو زرو د کانونو د امنیت لپاره زرکسیز ځواک استوي.

د بدخشان والي اسماعیل غزنوي په یو پیام کې چې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۳۰ مه د افغانستان د کورنیو رسنیو لخوا خپور شو وویل چې بدخشان کې د سرو زرو د کانونو د استخراج او د پانګو او معدنکارانو دساتنې لپاره زر کسیز ځواک منظور شوی دی.

هغه وویل :

د سرمایه ګذارانو د ځان او مال د حفاظت او د شرکتونو د ښه مدیریت او امنیت لپاره مونږ پیشنهاد کړی او یوه زرکسیزه قطعه مو منظوره کړې ده


والي غزنوي زیاته کړه چې ددغه نوي ځواک د تشکیل فني چارې د بشپړیدو په حال کې دي او ځواک به ډیر ژر خپل فعالیت پیل کړي.

مخکې تردې ، د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې بدخشان کې دسرزو د کانونو په استخراج کې شاوخوا سل زره کسان کار کوي.

د سیمې یو ولسي مشر چې بدخشان کې د کانونو د استخراج په اړه معلومات لري تیرې مرغومي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې چینايی کمپنۍ په نوې او پرمختللې ټیکنالوژۍ داستخراج کار کوي او د ځان ساتنې لپاره یې له کابله ځان سره ځواکونه را وستي دي.

خو والي اسماعیل غزنوي وايي د بدخشان په کانونو کې پانګونه ساتنې او سم مدیریت ته اړتیا لري نو ځکه د ځانګړي امنیتي ځواک د تشکیل وړاندیز شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د ولسې خلکو او د طالبانو اړوند د کانونو د استخراج د کمپنیو د کسانو ترمینځ د نښتو رپوټونه هم ورکړل شول.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي بدخشان کې د طالبانو لخوا د نوي زرکسیز امنیتي ځواک ځای پرځای کیدل امکان لري د خلکو نا رضایتي ته لمن ووهي.

ځکه چې د بدخشان خلکو لدې مخکې هم د کانونو په بیدریغه استخراج باندې ناخوښي څرګنده کړې وه نو ددغو ځواکونو په ورتګ سره به چې کیدای شي اکثر د جنوبي ولایتونو څخه وي دوی غبرګون څرګند کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت د بدخشان د سرو زرو د استخراج د څرنګوالي په اړه ډیرجزئیات نه دي ورکړي خو یو کال مخکې یې ویلي وو چې د راغستان او شهر بزرګ په ولسوالیو کې د سرو زرو د دوو کانونو د استخراج قراردادونه داوطلبی ته وړاندې شوي دي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه د پاسه څلورو کلونو کې د کانونو د استخراج سلګونه قراردادونه بهرنیو، اکثریت چینايي کمپنیو، او داخلي شرکتونو سره لاس لیک کړي دي.

XS
SM
MD
LG