د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ «د دلوې په ۳۰مه» د کاناډا په وړاندې د یوې پیاوړې بریا له ترلاسه کولو وروسته، دې سیالیو کې خپل حضور پای ته ورساوه.
که څه هم دې بریا بل پړوا ته ته د تګ چانس برابر نه کړ خو د ډله ییزو لوبو پړاو کې د افغانستان دویمه بریا وه.
د کرکټ یو شمیر مینه وال دا پیاوړې بریا په نړیوال جام کې د افغانستان د حضور ښه پای بولي.
د کرکټ یو مینه وال رفیع الله د جمعې په ورځ، د حوت په لومړۍ نیټه ازادي راډیو ته وویل:"که څه هم له دې سیالیو د افغانستان وتل ناهیلي کوونکي و خو په وروستۍ لوبه کې د کاناډا پر وړاندې سیالۍ کې د لوبډلې بریا راتلونکي ته هیلې ژوندۍ وساتلې او ویې ښوده چې افغان لوبغاړي د نړۍ له مطرحو ټیمونو سره د سیالیو وړتیا لري، په ټوله کې، د افغانستان سفر ښه و، که نورو پړاونو ته تللی وو ډېر به خوشحاله شوي وو، خو بیا هم موږ تل له خپلې لوبډلې ملاتړ کوو."
د کرکټ یوې مینه والې خاطرې چې د دې جام ټولې سیالۍ یې څارلي، هم ازادي راډیو ته وویل:"زموږ بد چانسي دا وه چې لوبډله په ډېره پیاوړي ګروپ کې وه، د سیالۍ پیل زموږ لپاره چندان ښه نه و، خو په دوو وروستیو لوبو کې مو ښه بیرته ستنېدنه درلوده، دوی زموږ اتلان دي او تل ترې ملاتړ کوو، ملي لوبډلې تل زموږ پر شونډو مسکا راوستې ده."
دا لوبه د هند په چینای ښار کې ترسره او د افغانستان په توپ وهنه پیل شوه.
افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه.
ابراهیم ځدران د دې هدف په ترلاسه کولو کې تر ټولو لوی رول ولوباوه، په ۵۶ توپونو یې ۹۵ منډې جوړې کړې او نا سوځېدلی پاتې شو، او ښه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.
د کاناډا لوبډلې د بیټینګ په برخه کې د افغان بالرانو فشار ونه شو زغملی او په پای کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو، یوازې ۱۱۸ منډې جوړې کړې.
کرکټ پوه محمد لایق سمون دې سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د کمزورتیاوو په اړه ازادي راډیو ته وویل:"یو اصلي لامل دا دی چې موږ کمې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي او زموږ سریز له نړیوالو لوبډلو سره په نشت حساب دی، دغه شان په چټکه توپ اچونه کې هم ستونزې وې، هغه چې له څو کلونو راهیسې لوبډله ورسره مخ ده، په فیلډینګ کې مو هم ستونزې درلودې."
افغانستان سره په ګروپ کې نورې لوبدلې، سویلي افریقا، متحده عربي امارات او نیوزیلند مخ وو.
دې لوبډلې فبروري په ۸مه د نیوزیلند او د فبروري په ۱۱مه له سویلي افریقا ماتې وخوړه، خو د فبروري په ۱۶مه یې متحده عربي اماراتو ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.