داسې مهال چې نړۍ نن د ټولنیز عدالت ورځ نمانځي، په افغانستان کې دننه یو شمیر افغانان وايي، په دغه هیواد کې ټولنیز عدالت په عمل کې نه دی پلی شوی او ټولنیزه او حقوقي برابري له جدي ننګونو سره مخ ده.
بهار چې د نجونو پر زدهکړو له محدودیتونو وروسته له تعلیمه پاتې شوې، وایي:" زما په شان افغان نجونو لپاره ټولنیز عدالت د یو خوب په شان دی. دا ورځ راپه زړه کوي چې له مونږ کوم حقونه اخیستل شوي او له کومو اساسي حقونو بېبرخې یو. مونږ هیله من یو چې په افغانستان کې یوه ورځ راشي چې ټول خلک، ښځې او نارینه، په برابر ډول له فرصتونو، حقونو او ازادیو برخمن وي."
یوه بله مېرمن چې پر ښځو د کار د محدودیتونو له امله بې دندې شوې او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي اوسنی وضعیت په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي فرصتونو او ټولنیز عدالت په وړاندې تر بل هر وخت زیات ننګونکی دی:"د افغانستان د ښځو اوسنی اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، ځکه هم د حکومت لخوا محدودیتونه لګول شوي او هم په ټولنه کې داسې کسب او کار نشته چې ښځې یې له لارې عاید ترلاسه کړي. دا وضعیت د ښځو او نجونو لپاره تیاره دی او دغه شان بې وزلي او اقتصادي بېنظمۍ یې رامنځته کړې، د طالبانو لخوا لګول شويو محدودیتونو اساسي خدمتونو په ځانګړي ډول روغتیايي او اقتصادي خدمتونو ته لاسرسی، په څرګند ډول کم کړی دی."
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا رسېدو ورسته د ښځو پر زدهکړه، کار او له محرم پرته په ازاد تګ راتګ پراخ محدودیتونه لګولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو په څو ځلې ټینګار کړی چې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو، حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو ډېری افغانې ښځې وايي دا یوازې ادعاوې دي او عمل کې څه نشته.
یو شمېر نارینه هم وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي وضعیت ښه نه دی او بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.
د کابل یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:"د طالبانو د واکمنۍ وروسته نه یوازې کار کم شوی، بلکې فرصتونه هم عادلانه نه دي. ډېرې کورنۍ، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټونکې دي، په ډېر سخت وضعیت کې دي. کله چې بې وزلي ډېره شي او خلک کار او مرستې ته لاسرسی ونه لري، ټولنیز عدالت په عمل کې له منځه ځي او د بډایه او غریب ترمنځ واټن ورځ په ورځ زیاتېږي."
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې بې وزلي او بېکاري په بېساري ډول زیاته شوې او میلیونه کسان بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
خو د طالبانو چارواکي وايي وضعیت دومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې نړیوال سازمانونه یې تصویر وړاندې کوي.
نن د فبروري ۲۰ مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده.
دا ورځ هر کال د برابري اهمیت د پیاوړي کولو، د بې وزلۍ کمولو او د ټولو وګړو د مساوي حقونو د تضمین روښانه کولو په موخه نمانځل کېږي.
د ټولنیز عدالت معنا دا ده چې هر فرد په ټولنه کې، له جنسیتي، قومي یا اقتصادي تبعیض پرته، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو، د دندې فرصتونو او مناسب ژوند ته لاسرسی ولري.
د ټولنیزو چارو کارپوهان ټینګار کوي چې زدهکړو، کار او ټولنیزو خدماتو ته له برابر لاسرسي پرته، په یو هېواد کې ټولنیز عدالت نه شي ټینګېدای.
د ټولنیزو چارو پوه عبدالرزاق عدیل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونو د ټولنیز عدالت پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي او بدبختانه د فقر، بېکاری او نابرابرۍ د پراختیا لامل شوي دي. د ټولنې نیمایي برخه له زدهکړو او کار محرومول کول نه یوازې د اساسي او انساني حقوقو نقض دی، بلکې د اقتصادي پرمختګ او ټولنیز ثبات پر وړاندې هم خنډ جوړوي. په افغانستان کې د ټولنیز عدالت ټینګېدل جنسیتیي تبعیض سره مخ دي."
د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو لخوا په ۲۰۰۷ کال کې د ټولنیز برابري د ترویج، د بې وزلۍ د کمولو او د ټولنیزې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ونومول شوه خو په رسمي ډول د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې ونمانځل شوه.
د ۲۰۲۶ کال لپاره د دې نړیوالې ورځې شعار دی «د ګډون ځواکمنول؛ ټولنیز عدالت لپاره د تشو ډکول.»
دا شعار د ټولنیزو او اقتصادي تشو د کمولو لپاره د پراخو سیاستونو او هدفمندو اقدامونو اړتیا روښانه کوي.