د خوړو نړیوال پروګرام ) ډبلیو.ایف.پي) وایي، تېرو څو میاشتو کې یوازې دوی له پنځه سوو د زیاتو ماشومانو د مړینې شمېر ثبت کړی، خو په خبره یې ممکن داسې ګڼې مړینې نورې هم شوي وي چې له ثبته پاته دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر جان ایلییف اسوشیتید پریس اژانس ته ویلي، دغه هېواد کې د لوږې کچه ګواښونکې ده او د مرستو د کموالي له کبله دوی په څلورو اړمنو ماشومانو کې یوازې د یوه لاسنیوی کولای شي.
نوموړي ویلي چې دا مهال د افغانستان له دریو دوه برخې خلک د خوارځواکۍ له جدي یا بحراني کچې سره مخامخ دي او په خبره یې دا وضعیت د ۴ میلیونه ماشومانو ژوند ګواښي.
بل لورته یوشمېر عام افغانان هم د خپلې ناچارۍ کیسې کوي او وایي، د کورنۍ عاید یې دومره نه دی چې کافي خوړو او درملو ته لاسرسی ولري.
د افغانستان په جنوب کې یوې مور چې خوارځواکه ماشوم ورله غاړې دی، ازادي راډيو ته وویل: " پلار یې په ښاروالۍ کې دی، د میاشتې یې پنځه زره تنخوا ده. هغه زه په غوړیو ورکړم، په اوړو یې ورکړم او که د ماشوم په دوا. که پیسې مو پیدا کړې شیدې ورته اخلم، که نه د الله رضا ته مو پریښی دی."
د افغانستان په ختیځ کې بیا یو بل افغان چې له پاکستانه ایستل شوی وایي، خیمه کې ژوند کوي او په همدې سړه هوا کې یې پر بې وزلۍ سربیره ژمی هم ماشومانو ته یو ګواښ دی." باران وشو، یخني ډېره ده، نه مونږ او نه هم ماشومان سم خوب کولای شو. خټې دي او خیمې مو له اوبو ډکې دي."
ډاکټران وایي، خوارځواکي په افغانستان کې د لسیزو جګړو او کړاونو زېږنده ده.
دوی د ماشومانو د خوراځواکۍ د مخنیوي لپاره د مور په شیدو ټینګار کوي او وایي له شپږ میاشتنۍ نه وروسته ورته باید سملاسي اضافي خواړه هم پیل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان هم اسوشیتید پریس ته ویلي چې دوی د خوراځواکۍ په وضعیت خبر دي.
هغه زیاته کړې چې دا مهال په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه له ۸ سوو څخه ۲۳۰۰ ته لوړ شوي.
نوموړي ټینګار کړی چې له روغتیایي سکتور سره د نړیوالو مرستې باید زیاتې شي او په وینا یې نړۍ باید د روغتیا له سکتور سره مرستې له سیاسته لرې وساتي.
نوموړي زیاته کړې چې حکومت یې له هغو مرسته کوونکو ادارو سره خبرې کړي چې افغانستان لپاره یې پروژې درولي یا یې مرستې ورسره کمې کړې دي.
افغانستان تر ډیره مصرفي هېواد دی چې اقتصاد یې پر بهرنیو مرستو ولاړ دی.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د حکومت د یوشمېر محدودیتونو له کبله ګڼو هېوادونو او سازمانونو پر افغانستان مرستې ودرولې چې د نورو برخو سربیره روغتیایي سکتور هم متاثره شو.