اروپايي اتحادیه خپل نوي راپور کې خبرداری ورکوي چې افغانستان کې سره لدې چې جګړه پای ته رسیدلې خو د ماینونو او د جګړې څخه د پاتو ناچاودو مهماتو ګواښ په ځای پاته دی او د ولسي خلکو په ځانګړې توګه د کوچنیانو ژوند اخلي.
دغه راپور کې یادونه شوې چې په تیرو دریو لسیزو کې دغو ماینونو او مهماتو لسګونه زره کسان مړه یا ټپیان کړي دي او ټینګار کوي چې د ماینونو ګواښ د لوږې د شدید ناورین ترڅنګ د ملیونو افغانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د اروپا د کمیسیون د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو اداره په خپل دغه نوي راپور کې وايي سره لدې چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې خو د جګړو څخه پاته ماینونه اوناچاودې مهمات بیاهم د ولسي خلکو ژوند ګواښي.
ددغې ادارې نوې راپور چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په اوه ویشتمه یې خپورکړ وايي په افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې تراوسه ۴۵ زره کسان ددغه ډول ماینونو او ناچاودو مهماتو له کبله مړه یا ټپیان شوي دي.
امان الله د کندز اوسیدونکی دی چې لس کاله پخوا یې دیو ماین په چاودنه کې یو لاس او پښه پرې شول.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې دغې پیښې یې ژوند بیخي بدل کړ.
که معلول نه وای ، نوژوند به مې ډیر ښه وای . زه یو فعال ، زیارکښ او کاریګر سړی وم او ډاډمن یم چې ډیر ښه ژوند به مې درلودلای ، اوس کور کې وزګار ناست یمدکندز اوسیدونکی امان الله
" که معلول نه وای ، نوژوند به مې ډیر ښه وای . زه یو فعال ، زیارکښ او کاریګر سړی وم او ډاډمن یم چې ډیر ښه ژوند به مې درلودلای ، اوس کور کې وزګار ناست یم ، اولادونه مې چې د دسترخوان ترغاړې کیني نو کله چې یواځې وچه ډودۍ د خوراک لپاره وي مانه پوښتنه کوي چې کله روغ هم وې وچه ډوډۍ د خوړله ؟ داخبره په ما ډیر بد تاثیر کوي. د هغو کسانو زامن چې یوڅه درآمد لري کورسونو ته ځي ، نوې جامې اغوندي خود زما داسې نه دي."
د اروپايي اتحادیې راپور زیاتوي چې افغانستان کې د جګړو څخه د پاته ماینونو اوناچاودو مهماتو ډیری قربانیان کوچنیان دي چې د لوبو یا د څاروو د څرولو په مهال مړه یا ټپیان شوي دي ، یا هغه بالغان دي چې د لرګو د راټولولو لپاره وتلي یا لسګونه کاله وروسته خپلو مېنو او کروندو ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې یو شمیر افغانان اوس هم خطر په ځان مني او په داسې سیمو کې کرنه او کار کوي چې د ماینونو خطر په کې زیات دی ترڅو وکولای شي خپلو کورنیو ته په داسې یو هیواد کې چې دنړۍ په کچه د لوږې له شدید ناورین سره مخ دی خواړه برابر کړي.
د اروپايي اتحادیې شمیرې ښيي چې په افغانستان کې تقریبا ۱۷ ملیونه خلک - چې د هیواد دټول نفوس دریمه برخه جوړوي- د ژمي په میاشتو او د روان ۲۰۲۶ کال په ترځ کې د شدیدې غذايي نا امنۍ سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې اروپايي اتحادیه د همکارو موسسو لکه د «هالو ټرسټ» لخوا د ماین پاکي د هلوځلو ملاتړ کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د اروپايي اتحادیې ددغه راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې. خو مخکې لدې د پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې د همکارو ادارو سره په همغږۍ یې تیر کال د ماینونو او ناچاودو توکو څخه ککړې ۵۸ کیلومتره مربع سیمې پاکې کړي او ۲۴ زره او ۷۲۰ ډوله ماینونه او ناچاودي مهمات یې کشف او شنډ کړي دي.
مخکې لدې ، یوناما ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر دسلواغې په ۱۴ مه ویلي وو چې افغانستان د جګړو څخه د پاته ماینونو او ناچاودومهماتو د تلفاتو د اوچت شمیر له کبله په نړۍ کې دریم هیواد دی.
یوناما ویلي وو چې افغانستان کې ددغو ماینونو او مهماتو اتیا سلنه قربانیان کوچنیان دي.
یوناما تردې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې تقریبا یونیم ملیون کسان د سخت معلولیت سره ژوند کوي.