د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

نن د راډیو نړیواله ورځ ده، ولې دغه رسنۍ لا هم ګڼ شمېر مینه وال لري؟

ارشیف
ارشیف

نن د فبروري ۱۳ مه، د راډیو نړیواله ورځ  ده. د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي،  راډیو لا هم د دوی لپاره د خبرونو او ښوونیزو پروګرامونو اساسي سرچینه ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هیواد کې شا او خوا ۲۰۰ راډیويي شبکې فعالیت لري.

محمد یوسف، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ ۷۱ کلن اوسېدونکی او د راډيو دایمي اوریدونکی دی.

دا وايي، دا چې له موبایل او انټرنېټ څخه استفاده نه شي کولای، نو خبرونه او پروګرامونه یوازې د راډیو له لارې تعقیبوي:"اوس خلک د فېسبوک او موبایل له لارې هم خبرونه تعقیبوي، خو زه نه د فېسبوک په کارولو پوهېږم او نه ورته لاسرسی لرم، ځکه یو مې سترګې کمزورې دي او بل تعلیم نه لرم، له همدې امله له راډیو خبرونه اورم."

راډیو له هغو محدودو رسنیو څخه ده چې ډیری خلکو په ځانګړي ډول د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره، کوم چې له ځیرکو ټیلیفونونو او انټرنېټ سره بلد نه دي، په اسانه د استفادې وړ ده.

یو شمېر افغانان، په ځانګړي ډول موټر چلوونکي هم د خپل ورځني کار پر مهال راډیو اوري.

سمیع‌الله، چې په کابل کې ښار ټکسي چلوي وايي، کله چې په کار کې وي نو ټوله ورځ راډیو اوري:"راډیو د یو ملت، یوې ټولنې او یوې سیمې سرمایه ده. د سیمې او چاپېریال له حال احوال، د ولسوالۍ، ولایت، هېواد او نړۍ په کچه له ستونزو او حالاتو څخه د راډیو له لارې معلومات ترلاسه کوو. زه ډیر وخت راډیو اورم."

د خبرونو ترڅنګ، راډیو د ځینو نجونو او ښځو لپاره د ښوونیزو او ګټورو پروګرامونو سرچینه هم ده.

د خوست و لایت اوسېدونکې هریوا وايي، ښوونیز او د پخلي پروګرامونه په منظم ډول له راډیو تعقیبوي:"اوس موږ د راډیو له لارې زده کړه پیل کړې او درس وایو، او ځینې پروګرامونه لکه د پخلي پروګرامونه هم تعقیبوو او ورسره پخلی کوو. همدارنګه ځینې معلوماتي پروګرامونه هم شته چې کله د کور کارونه کوو، راډیو چالانه وي او ورته غوږ نیسو."

راډیو داسې وسیله ده چې په کور، موټر، کار ځای او په ډېرو لرې پرتو سیمو کې هم کارېدلی شي او له انټرنېټه پرته خبرونه او معلوماتي پروګرامونو پرې اورېدل کېږي.

نن د فبروري ۱۳ مه، چې د دلوې له ۲۴ سره برابره ده، د راډیو نړیواله ورځ ده.

راډیو د لومړي ځل لپاره د ایټالیايي ساینسپوه ګوګلیمو مارکوني له خوا په ۱۸۹۶ میلادي کال کې اختراع شوه.

په افغانستان کې د راډیو لومړنۍ دستګاه په ۱۳۰۲ لمریز کال کې د کابل په پل ارتل سیمه کې په محدودو امکاناتو فعالیت پیل کړ او وروسته په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د پاچا امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال په کابل کې په رسمي ډول راډیويي فعالیتونه پراخ شول.

په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې لسګونه دولتي، سیمه‌ییزې او خپلواکې راډیوګانې جوړې شوې چې شمېر یې سلګونو ته ورسېد.

خو له دې سره سره، رسنۍ په ځانګړي ډول راډیوګانې، په افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له محدودیتونو او مالي ستونزو سره مخ شوې او یو شمېرو یې خپل فعالیتونه ودرول.

د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو خپرونې هم پر اف‌ام او منځنیو څپو بندې کړې، خو ازادي راډیو د لنډو او منځنیو څپو په پیاوړتیا سره بیا خپلې خپرونې له ۱۲ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته زیاتې کړې.

د فبروري ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونېز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په دې نوم نومول شوې ده او دا پرېکړه په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې هم تأیید کړه.

د دې ورځې له نومولو موخه خبرونو، زده کړو او معلوماتو ته د عامه لاسرسي په برخه کې د راډیو د رول پیاوړي کول دي.

سږ کال د راډیو د نړیوالې ورځې موضوع ده " نوې ټکنالوژۍ سره د راډیو همغږی رول او د منصوعي ځیرکتیا په ګډون د محتوا د تولید او پراختیا په برخه کې ورنه استفاده".

د افغانستان د خبریالانو مرکز له خوا ازادي راډیو ته د تازه وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۲۰ راډیويي شبکې په ۲۴ ساعته ډول، نیمه ورځ او یا هم د ساعتونو په مخ فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې له رسنیو د ملاتړ یو شمیر نورو بنسټونو ویلي وو چې په افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو مخکې دا شمیر۳۵۰ ته رسېده.

XS
SM
MD
LG