د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۳

د ایران د بشري حقونو سازمان: تېر کال ۸۵ افغانان ایران کې اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم
د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا له اتيا څخه زیات افغانان اعدام شوي دي.

په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۸۵ افغانان اعدام شوي دي.

هغه زیاته کړه:"دا په تیرو پنځلسو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده چې موږ یې لرو. په ۲۰۲۴ کال کې اتیا کسان اعدام شوي او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغان اتباع اعدام شوي دي. تېر کال، په ۲۰۲۵ کال کې، پنځه اتیا اعدامونه تایید شوي وو."

هغه زیاته کړه چې افغان اتباع د مخدره توکو اړوند جرمونو، قتل او جنسي تیري په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان او نورې بشري ادارې په دې باور دي چې تورن کسان په لومړیو پړاوونو کې وکیلانو ته لاسرسی نلري او ډیری وختونه تر شکنجې لاندې د اعترافونو پراساس په مرګ محکومېږي.

په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمیر نامعلوم دی.

تهران ویلي چې د ایران په زندانونو کې "د پام وړ" شمېر افغانان بندیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تېر کال وویل چې دا افغانان د ایران په مختلفو ولایتونو کې د مخدره توکو په ګډون د مختلفو جرمونو په تور بندیان شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د جدي په وروستیو کې تهران ته سفر وکړ او له ایران څخه یې وغوښتل چې د افغان بندیانو لیست له طالبانو سره شریک کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په مرګ محکوم شوي دي.

پداسې حال کې چې په ایران کې د افغان اتباعو د اعدامونو د زیاتوالي راپورونه شته، د راپورونو له مخې، په ایران کې د وروستیو لاریونونو په جریان کې هم یو شمیر افغانان وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا د موندنو پر بنسټ، د یزدان تمنا په نوم یو ځوان افغان د (جدي په ۱۸مه) د مشهد په ښار کې په ډزو ووژل شو.

د ایران چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر دا هم وايي چې دوی د مشهد، تهران، کرج او اصفهان ښارونو څخه د افغانانو د وژنې په اړه ګڼ راپورونه ترلاسه کړي دي.

خو محمود امیري مقدم وویل چې د محدودیتونو له امله دوی نه دي توانیدلي چې دا راپورونه تایید کړي.

XS
SM
MD
LG