"اشک پاییز" یا د مني اوښکې په نوم فلم افغان فلم جوړونکي او لوبغاړي سعید اورکزي همدا تیر میلادي کال کې په امریکا کې جوړ کړی دی.
نوموړي چې د دې فلم ډایرکټر او هم سناریو لیکونکی دی ازادي راډیو سره یې په مرکه کې وویل، دا فلم له هغې وروسته دې جایزې ته د کاندیدو سلګونو فلمونو په لست کې راغی چې د امریکا په یوې ځنځيري سینما کې نندارې ته وړاندې شو:
" کله چې دا فلم نندارې ته وړاندې شو، هلته د جایزو د اکاديمۍ له خوا اسکار ته د شرایطو وړ وګڼل شو او په هغه لست کې یې شامل کړ چې له ۳۰۰ ډیرو فلمونونو نومونه په کې وو."
خو ښاغلی اورکزی وايي، نه وپوهېږي چې دا نژدې دوه ساعته فلم د جایزو کومې برخې ته د کاندیدۍ وړ بلل شوی و، ځکه په خبره یې جایزې په بېلابیلو برخو کې جوړونکو او لوبغاړو ته ورکول کېږي.
اسکار څه ډول جایزه ده؟
اسکار د یوې نړیوالې جایزې نوم دی چې هر کال د علومو اوسینمايي هنرونو د اکاديمۍ له خوا چې د امریکا په کالیفرنیا کې ده غوره فلمونو، او دې برخه کې هنري او فني مخکښانو ته ورکول کېږي.
د اسکار جایزې ۹۸ مې دورې ته کاندید فلمونه د جنوري په ۲۵مه اعلان شول چې د اسکار ادکاډیمۍ د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې ګټونکي به یې د روان زېږدیز کال د مارچ په پنځلسمه اعلان شي.
د"اشک پاییز" فلم کیسه چې دې جایزې ته د کاندیدو فلمونو په لست کې شامل شوی د جوړونکي په وینا یې، د یوې ښځې او مېړه پر ژوند راڅرخي چې لومړۍ کې ډیر مین او خوږ ژوند لري خو ورسته یې بیا ځني پېښې تریخ او ګډوډ کړي.
خو ښاغلي اورکزی زیاتوي، دې فلم کې یې دا هڅه هم کړې چې یو شمیر هغه پخوانۍ افغاني سندرې هم بېرته راتازه کړی چې ان د سندرغاړو نومونه یې هم د خلکو هیر شوي دي.
"د لومړي ځل لپاره مې وغوښتل چې موسقي او سینما دواړه ښه سره ګډ شي، د افغانستان پخوانۍ سندرې چې تقریباً ورو ورو هیرې شوې، ما وغوښتل چې دې فلم کې یې یو ځل بیا راژوندۍ کړم، ځکه چې دې سندرو د افغانستان د موسیقۍ طلايي پیر ( عصر) رامنځه کړی دی."
د ښاغلي اورکزي په خبره "اشک پاییز" د اورکزی پکچیرز له خوا چې په امریکا کې په رسمي ډول ثبت دی جوړ شوی او دې فلم لپاره یې هیڅ ډول مالي مرسته له چا نه دی ترلاسه کړې، خو دا چې څومره لګښت پرې راغلی نوموړي وویل لا نه دی څرګند، ځکه په خبره لا هم ځني کارونه باید ورته ترسره شي.
دا فلم انګریزي لمن لیک هم لري، چې د نورو ژبو ننداره کونکو ته د پوهېدو وړ وي.
ښاغلی اورکزی وايي، په دې فلم کې د نویو لوبغاړو تر څنګ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم رول لوبولی دی.
نوموړی چې خپله هم د فلم یو تکړه لوبغاړی دی، دې فلم کې نه دی راڅرګند شوی، د ده مشهور فلم "مرد ها را قول است" نومېږي، چې کیسه یې اکرم عثمان لیکلې ده او سعید اورکزی په کې مرکزي رول لري.
ښاغلی اورکزی وايي، په جلا وطنۍ کې د فرهنګي او هنري کارونو تر سره کول خورا ستونزمن دي، خو زیاتوي دا نشي کیدای چې ووایو، ستونزمن دي باید ویې نه کړو.
د یادونې ده "اشک پاییز" فلم چې د جوړونکي په خبره یې سینما او موسیقۍ دواړو برخو ته یې په کې پام کړی داسې مهال په جلا وطنۍ کې جوړ او اسکار جایزې ته د کاندیدۍ وړ فلمونو په لست کې شاملېږي، چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې په موسیقۍ بندیز لګولی.
دغه شان مخکې یو شمیر افغان سینماګرانو ازادي راډیو ته ویلي وو، د بېلابیلو محدودیتونو او امکاناتو د نه موجودیت له امله سینمايي تولید هم په ټپه درېدلی او ډیری هنرمندان له دغه هیواد وتلي دي.
د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې افغانستان کې یې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي خو دوی پر تلویزیون ان د هغو تمثیلي ټوټو او ډرامو په خپرولو هم بندیز لګولی چې ښځینه لوبغاړې ولري.
د دوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په زمری میاشت کې خپور شوی، د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول هم منع اعلان شوي، او تر اوسه دا بندیز له شلو په زیاتو ولایتونو کې په تصویري رسنیو پلی شوی دی.