د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۶

افغانستان

خواجه اصف: تر روژې مخکې به افغانستان کې " تروریستانو " باندې بریدونه وشي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ، ارشیف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ، ارشیف

د پاکستان دفاع وزیر وايي پاکستاني ځواکونه به له روژې مخکې په ټکو یې افغانستان کې په تروریستانو بریدونه وکړي.

خواجه اصف پاکستاني رسنۍ ARY سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وویل که چیرې دغه عملیات وځنډول شي نو تاوان به یې ډیر وي.

خو هغه زیاته کړه چې دا یې خپل شخصي نظر دی او د تایید شویو معلوماتو په اساس دا خبره نه کوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د دفاع وزیر دغو څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی خو د دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دیکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل چې افغانستان نه غواړي چاته ضرر ورسوي خو په ټکو یې که څوک نا پاک نیت ولري نو مناسب ځواب به ورکړل شي او تاریخ دا خبره ثابته کړې ده.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي خو کابل تل دا تور رد کړی او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو خلاف وکاروي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

عراقچې: دتوغنديو تسلیحات امریکا سره د خبرو موضوع نه ده

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ، ارشیف
د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ، ارشیف

دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايی دایران د توغندیو وسله "امریکا سره د خبرو موضوع نه ده او نه به وي."

عراقچي د چهارشنبې په ورځ دیوه حکومتي لاریون په ترځ کې ټینګار وکړ چې په ټکو یې هیڅوک نه شي کولای دایران په توغندیو تعرض وکړي.

خو دجرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده پول د چهارشنبې په ورځ وویل د اټومي پروګرام سربیره ، د ایران د بالستیک توغندیو د پراختیا پروژه هم دایران او امریکا ترمینځ دخبرو یوه بله موضوع ده.

د عمان پلازمینه مسقط کې دمتحدو ایالاتو او ایران ترمینځ دخبرو یو پړاو ترسره شوی او دبل پړاو نیټه ترواسه نه ده څرګنده.

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې له جنوبي افریقا څخه په سوپر اوور کې مات شو

د افغانستان او جنوبي افریقا ننۍ لوبه. فبروري ۱۱-۲۰۲۶
د افغانستان او جنوبي افریقا ننۍ لوبه. فبروري ۱۱-۲۰۲۶

د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن جنوبي افریقا په دوهم ځانګړي اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د هند د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې د نریندرا مودي په ستر لوبغالې کې وشوه.

لومړی بټنګ جنوبي افریقا وکړ چې یو سل او اووه اتیا منډې یې جوړې کړې، په ځواب کې یې افغانستان هم یو سل او اووه اتیا منډې وکړې، په دې ډول لوبه ځانګړي اوور ته ووته چې په دې اوور کې افغانستان اوولس منډې وکړې او جنوبي افریقا دا رنزونه پوره کړل چې له دې سره لوبه دوهم سوپر اوور ته ووته. په دوهم ځانګړي اوور کې جنوبي افریقا درویشت منډې جوړې کړې او افغانستان نولس رنزونه وکړل.

په دې نړیوال جام کې نن بله لوبه د استرالیا او ایرلنډ ترمنځ روانه ده او د نن دریمه لوبه د انګلستان او ویسټ اینډیز تر منځ د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې شروع کیږي.

یوناما: په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په خواشینۍ لمانځو

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډیرې خواشینۍ سره لمانځو.

یوناما په خپل بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې شریک کړی دی زیاتوي چې یو زر شپږ سوه اووه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي.

یوناما په دې بیان کې یو ځل بیا په ټینګار سره له واکمنو چارواکو غوښتې دي چې دا بندیز لرې کړي.

د فبروري یولسمه په نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده چې په دې مناسبت د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د ټولې نړۍ له هیوادونو غوښتې دي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کارموندنې په لارو کې پراته خنډونه لرې کړي.

د کندهار ښار د غالیو په مارکېټ کې اور مالي زیان اړولی دی

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د کندهار ښار د غالیو په یوه مارکېټ کې پرون (د سلواغې ۲۱مه) اور ولګېد.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي دي چې د دې اورپېښې علت د بریښنا شارټي وه.

د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کندهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د دې اور په نتیجه کې ۲۸ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د غالیو په مارګېټ کې لګېدلی اور له نژدې دوو ساعتونو وروسته مړ شو.

۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې درس وايي، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

پاکستاني چارواکي پاکستان ته د هغو شاوخوا ۱۱ سوه محصلانو د ستنېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې زده کړې کوي.

دا محصلان وروسته له هغه له افغانستانه وځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیتي لارې بندې شوې.

د آی ان پي خبري سایټ د راپور له مخې د پاکستان د فدرالي حکومت د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلې ته وویل چې شاوخوا ۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې زده کړې کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیني لارو له بندېدو وروسته پاکستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۲۶ تنه یې د ځمکې له لارې او پاتې نور د هوا له لارې هلته رسېدلي دي.

ښاغلي چودري زیاته کړه چې ۹۴۷ پاکستاني محصلان لاهم په افغانستان کې دي. د هغه په وینا په کابل کې د پاکستان سفارت له پاتې محصلانو سره په تماس کې دی او د هغو د امنیت او هېواد ته د خوندي ستنولو لپاره لازم اقدامات کوي.

د تېرکال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې ترانزیتي لارې بندې کړې او وروسته د طالبانو حکومت وویل دا لارې به تر هغه وخته خلاصې نه شي چې اسلام آباد د هغو د بیا نه بندولو ضمانت نه وي ورکړی.

جاپان په افغانستان کې د پولیو پرضد د مبارزې له کمپاین سره مالي مرسته وکړه

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

جاپان په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف ته ۶،۳ میلیون ډالره بسپنه ورکړه.

یونیسیف پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د هغه یو کلن پروګرام په چوکاټ کې شوې چې له مخې یې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۲ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د پولیو د کومې نوې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی خو په ۲۰۲۵ کال کې په دې هېواد کې لږترلږه ۹ تازه موارد ثبت شوي وو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې پولیو لاهم پکې شته.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده چې علاج نه لري او یوازې واکسین یې مخنیوی کولای شي.

افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې له جنوبي افریقا سره لوبه کوي

عکس- د افغانستان کرکټ بورډ
عکس- د افغانستان کرکټ بورډ

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په دوام د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې نن چارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) سیالي سره کوي.

دا لوبه د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو د ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلېږي.

دا په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغانستان خپله مخکینۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.

د دې سیالیو په لړۍ کې پرون نامیبیا هالنډ ته، نیوزیلنډ متحده عربي اماراتو او پاکستان متحدوایالتونو ته ماتې ورکړه.

کابل نن سې شنبې د دوحې د بهیرد یوې غونډې کوربه وو.

کابل نن سې شنبې د دوحې د بهیرد یوې غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتریوناما په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه بهیرپه چوکاټ کې د خصوصي سکتور پرموضوع خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د ځینو وزارتونو او د افغانستان بانک پراستازو سربېره، د یوناما استازي، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونواو نړیوالو او سیمه ‌ییزو سازمانونو استازو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوند کارپوهانو په حضوري او آنلاین بڼه ګډون کړی وو.

که څه هم د دې غونډې جزییات نه دي شریک شوي، خو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې غونډه په دوو برخو کې ترسره شوې؛ لومړۍ برخه پر ودې او شمولیت، او دویمه برخه پر همغږۍ او روڼتیا متمرکزه وه.

د دوحې بهیر د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوښت پیل شو، او موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو همغږي کول دي. د دې بهیر په دوو مخکینیو غونډو کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او بشري مرستو وضعیت ارزول شوی و.

د شفافیت نړیوال سازمان تیرکال په نړۍ کې د فساد په اړه په راپورکې افغانستان په ۱۶۹ ځای کې راوستی

د شفافیت نړیوال سازمان تیرکال په نړۍ کې د فساد په اړه د خپلو موندنو په راپورکې چې د سې‌ شنبې په ورځ یې خپورکړ افغانستان د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو په ډله کې په ۱۶۲م ځای کې راوستي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په شاخص کې، ترکمنستان له افغانستان څخه یوه درجه مخکې دی او شمالي کوریا، سوریه، یمن او لیبیا د امتیاز له مخې تر افغانستان هم په بدو درجو کې شامل دي.

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ډېری هېوادونه د فساد په کابو کولو کې پاتې راغلي او له ۱۸۲ هېوادونو څخه ۱۲۲ یې له ۵۰ څخه کم امتیازونه لري.

په دې شاخص کې افغانستان ۱۶ امتیازه ترلاسه کړي، حال دا چې تېر کال یې ۱۷ امتیازه لرل او په دې توګه په افغانستان کې په ادارو کې فساد یوه درجه نور هم خراب شوی دی.

د دې ادارې د راپورله مخې د نړۍ "تر ټولو شفاف لرونکی" هېواد ډنمارک بلل شوی او "تر ټولو غیرشفاف لرونکی" هېواد هم جنوبي سودان بلل شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان، چې یوه نادولتي اداره ده او مرکزي دفتر یې په جرمني کې دی، د نړۍ په شاوخوا سلو هېوادونو کې استازي لري. دا سازمان له ۱۹۹۵ کال راهیسې هر کال د فساد په اړه راپورونه خپروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG