د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي، له بیلابیلو هیوادونو له دې ډلې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري او بیړنۍ ستنېدنه په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره جدي او نه جبرانېدونکي بشري پایلې لري.
ریچارډ بېنیټ د «اسما جهانګیر»په نوم کنفرانس کې چې شنبه د دلوې ۱۸مه د پاکستان په لاهور کې جوړ شوې و وویل، د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې، هره پرېکړه چې له ماشومانو سره تړاو لري باید د «ماشوم د غوره ګټو» د اصل پر بنسټ وشي؛ هغه اصل چې د ده په باور، د کډوالو د پراخې ستنېدنې په بهیر کې نه رعایت کیږي.
نوموړي وویل: «ماشومان له دې وضعیته سخت زیان ویني، ستنېدنې د هغوی زده کړې ګډوډوي، په کم عمر د ماشومان د ودونو او کار ته د ماشومانو د مخې کولو کچه لوړوي او د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستې ګواښونه هم ډیروي.»
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دغه شان ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو تر هر ډول پرېکړې مخکې، باید د خطر کچه په انفرادي، عادلانه او اغېزمن ډول و ارزول شي؛ په ځانګړي ډول په هغو مواردو کې چې اخراج کولای شي خلک د اټکل وړ او نه جبرانېدونکو بشري زیانونو سره مخ کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر ستانه شوي افغانان وايي ژوند یې ګډوډ شوی دی.
حمیدالله، چې تازه له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی او دا مهال په هلمند کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي د درسي موادو د اخیستلو توان نه لري.
موږ دومره پیسې نه لرو چې نفقه پرې واخلو، د اولادونو د ښوونځیو لپاره پیسې له کومه کړو؟ په پاکستان کې مې دواړه زامن ښوونځي ته تلل؛ یو په څلورم او بل په پنځم ټولګي کې و، دلته چې راستانه شوي یو اوس په کور ناست دي او تراوسه نه یو توانېدلي چې په ښوونځیو کې یې شامل کړو.له پاکستانه ایستل شوی افغان کډوال حمیدالله
د لغمان ولایت اوسېدونکې ثنا ګل چې څو میاشتې مخکې له پاکستانه ستون شوی وايي شپږ اولادونه یې له زده کړو بې برخې شوي دي.
«اولادونه مې نه په ښوونځیو کې شامل شوي دي او نه ځي، ټول په کور ناست دي، ماشومان مې ناروغان دي موږ یې د درملو پیسې نه لرو، وضعیت ډېر خراب دی، کور نه لرو، په یخه یخنۍ کې یوازې په څلورو دیوالونو کې رایسار ژوند کوو.»
یو بل افغان کډوال چې له پاکستانه کندهار ته ستون شوی او نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د سختو اقتصادي ستونزو او د زده کړو د فرصت د نه شتون له امله اړ شوی چې خپله پنځلس کلنه لور یوه سړي ته نکاح کړي.
دوی وايي باید له پاکستانه تر ایستل کېدو دمخه وخت ورکړل شوی وای څو په سمه توګه یې خپل وطن ته د ستنېدو چمتوالی نیولی او د سرپناه په ګډون یې د خپلو اولادونو د ښه راتلونکې په اړه فکر کړی وای.
په تېرو څو لسیزو کې میلیونونه افغانان د بیلابیلو دلایلو له امله پاکستان ته کډه شوي، او پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته زرګونه نور د اقتصادي ستونزو، بې کارۍ، ناامنۍ او د نجونو په زده کړو د محدودیت له امله دغه هیواد ته کډوال شول.
خو د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې په څو پړاونو کې د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه وکړه، دغه هیواد یوازې په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې له یو میلیون ډېر افغانان خپل هیواد ته ستانه کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدړ خبر ورکړی او له هغه هیواد یې غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې، ځپنې او نیولو لاس واخلي.
د بشري حقونو نړیوالو ملاتړو سازمانونو او ملګرو ملتونو، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو اخراج غندلی او دا یې د کډوالو په وړاندې د دغو هېوادونو د نړیوالو ژمنو خلاف عمل بللی دی.
دغه بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا بهیر د زیانګالو کسانو ژوند له خطر سره مخ او بشري ملاتړ کمزوری کوي.