د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

راشدخان وايي افغان لوبغاړي نړیوال جام کې دوه برابره هڅه کوي؛ د نجونو د کرکټ په اړه هم غږېدلی

راشدخان د باولنګ په حال کې
راشدخان د باولنګ په حال کې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان راشد خان د ښځو کرکټ د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب یو معیار وباله او ویې ویل چې د لوبغاړي په توګه دی په دې خوښ وي چې هرڅوک د افغانستان استازیتوب وکړي.

راشدخان دا خبره د کرکټ د نړیوال جام تر لومړني لوبې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې د ښځو د کرکټ اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه:

د ښځو کرکټ، زما په اند د بشپړ غړیتوب له معیارونو څخه دي. آی‌سي‌سي او د افغانستان کرکټ بورډ ښه پوهېږي. خو موږ خوښ یو چې هر څوک، په هر پړاو کې، د افغانستان استازولي وکړي. دا د ویاړ شېبه ده. خو دا ډول پرېکړې د کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا دي.
راشدخان


دی زیاتوي: «ځینې وختونه د لوبغاړي په توګه ډېر څه زموږ په واک کې نه وي او موږ یوازې پر هغو شیانو تمرکز کوو چې کنټرول یې کولی شو.»

د افغانستان ښځینه کرکټرانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد پرېښی او دا مهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

د ښځو د کرکټ او ورزش ممنوعیت د افغانستان د نړیوال کرکټ د دریځ لپاره یوه مهمه او لانجمنه موضوع ګرځېدلې ده.

تېر کال، د افغانستان یوې پخوانۍ کرکټرې فیروزې امیري د نارینه وو له ملي ټیم وغوښتل چې د ښځو د کرکټ ملاتړ وکړي.

هغې ویلي وو چې د نارینه لوبډله، د خپل شهرت او نفوذ له امله، کولی شي د ښځو د کرکټ لپاره غږ پورته کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته نه یواځې کرکټ بلکې د ښځو هر ډول سپورټ بند کړ.

د دې سختې پالیسۍ له کبله د افغانستان ګڼې کرکټرانې او فوټبالرانې د نورو هېوادونو په مرسته له افغانستانه وایستل شوې او دمګړۍ په جلاوطنۍ کې خپل سپورټ کوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا آی‌سي‌سي د ژمنې په اساس د ۲۰۲۵ کال د ښځو نړیوال جام او د ښځو شل اوریز نړیوال جام پر مهال افغان جلا وطنې کرکټرانې په څو پروګرامونو کې ولیدل شوې.

که څه هم د افغانستان د نجونو ورزشکارانو مخه په تېرو کلونو کې د بیلابیلو دودیزو او سیاسي ملحوظاتو په سبب نیول شوې خو د نارینه وو ټیم بیا ګڼې لاسته راوړنې کړي.

افغان لوبډله د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېده.

راشدخان د ۲۰۲۶ کال د کرکټ په نړیوال جام کې له نیوزیلند سره تر لوبې مخکې د شنبې په ماښام په خبري کنفرانس کې وویل چې ټیم یې پوره چمتو دی او ۲۰۰ فیصده هڅه کوي.

«موږ سخت سیالان لرو. خو بیا هم موږ میدان کې خپله هڅه کوو. موږ ۲۰۲۴ کال کې هم دا ثابته کړه او قوي ټیمونه مو مات کړل. موږ په ځان ډاډه یو خو باید یقیني کړو چې په سم وخت کې سم کار کړو. تر ټولو مهمه چې له خپل کرکټه خوند واخلو. موږ که د هر سیال په وړاندې ډګر ته ښکته کېږو خپله ۲۰۰ فیصده هڅه کوو او بیا به نتیجه ګورو»

راشدخان دا وار د ۲۰۲۶ کال د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په ډي ګروپ کې له سختو سیالانو سره مخ دی.

نیوزیلند، جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا.

له نیوزیلند سره لوبه په چینای کې ده.

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام او د افغانستان لوبې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00


  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG