د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۲

اسلام آباد کې پر شیعه ګانو برید؛ ۳۱ کسان مړه او ۱۷۰ نور ټپیان دي

د پولیسو او امنیتي ځواکونو سرتېري په اسلام اباد کې تر چاودنې وروسته په امام بارګاه کې او ورڅخه بهر پهره کوي - د فبرورۍ شپږمې انځور.
د پولیسو او امنیتي ځواکونو سرتېري په اسلام اباد کې تر چاودنې وروسته په امام بارګاه کې او ورڅخه بهر پهره کوي - د فبرورۍ شپږمې انځور.

د جمعې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نږدې د شیه ګانو یو جومات د یوه خونړي بمي برید هدف وګرځېد.

تر ماښام مهاله د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کېدو او د ۱۷۰ نورو د ټپیانیدو خبر ورکړل شوی.

اندېښنه شته چې د مرګژوبلو شمېر زیات وي.

پولیسو ویلي د جمعې تر لمانځه وروسته په امام باړې سیمه کې دا برید چې ځانمرګې حمله وه ګڼ لمونځ کوونکي هدف وګرځول.

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف دا برید غندلی دی.

چا له د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی.

د دغه سفارت شارژدافېرې نیټلي بېکر پر اېکس په بیان کې ویلي چې د خپل حکومت له لوري په حمله کې د وژل شویو او ژوبلو له "کورنیو سره ژره خواخوږي" ښيي.

دا په تېرو څو میاشتو کې په اسلام اباد کې دویمه لویه حمله ده. د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.

د هغه برید مسوولیت وسلوالې ډلې "جماعت الاحرار" منلی وو.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG