د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۰

د امریکا او ایران ترمینځ د کړکېچ له زیاتوالي سره په لوړه سطحه د ډيپلوماسۍ چټکتیا

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه په سیمه کې ایران ته نژدې راټولېږي او تهران خبرداری ورکوي چې که جګړه پیل شي نو سترې پایلې به ولري، په سیمه کې د پراخې شخړې د مخنیوي لپاره په لوړه سطحه ډیپلوماټیکه هڅه هم روانه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د یوې احتمالي هوکړې نښه ورکړه او ویې ویل چې یو داسې "عادلانه او منصفانه" تړون ممکن دی چې اټومي وسلو ته د اسلامي جمهوریت د نه لاسرسي مسله یقیني کړي. هغه په قصدي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته ورته الفاظ وکارول.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې ولسمشر ټرمپ هم دا بدلون تایید کړ او خبریالانو ته یې وویل چې ایران له متحده ایالاتو سره "په جدي ډول خبرې کوي". خو هغه د فبرورۍ په دوهمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال پر تهران د فشارساتلو خبره هم وکړه.

ټرمپ وویل: "موږ همدا اوس ایران ته بېړۍ لېږو، لویې بېړۍ... او له ایران سره خبرې هم روانې دي." هغه زیاته کړه: "وګورو چې هر څه به څنګه پای ته رسېږي."

دا پرمختګونه یوه اونۍ وروسته له هغې شوې چې د ایران اړوند سیمه کې د ښکیلو لورو له خوا ګړندۍ ډیپلوماټیکې هلې ځلې مخ ته یووړل شوې. د ایران د ملي امنیت مشر علي لاریجاني د جنورۍ په ۳۰ مه په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترکیې ته سفر وکړ او له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره یې سلا مشورې وکړي.

دې هڅو په تهران کې هم دوام وکړ، چېرته چې دواړو ایراني چارواکو د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل. ډیر ګومان کیده چې هغه به تهران ته د واشنګټن پیغام له ځان سره وړی وي.

له دغو لیدنو کتنو وروسته، لاریجاني په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې د خبرو اترو لپاره "د یوه چوکاټ د رامینځته کولو په چاره کې پرمختګ" شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې کېدای شي په انقره کې د امریکایي ایراني لوړپوړو ډیپلوماټانو ترمنځ مخامخ کتنه "په راتلونکو ورځو کې" ترسره شي.

ویل کیږي چې د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او عباس عراقچي ترمنځ کتنه به په استانبول کې وشي. په عین حال کې یوه ډیپلوماټ رویترز آژانس ته ویل چې د سعودي عربستان، مصر، قطر، عمان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ډیپلوماټان هم دغې غونډې ته بلل شوي دي.

خو تهران، واشنګټن او انقره دا مسله رسماً نه تایید او نه هم ردکړې ده.

د خلیج هیوادونه اندیښنه لري چې د کړکیچ د زیاتوالي او د امریکا د برید په صورت کې ښایي ایران په دغو هیوادونو کې امریکایي پوځي اډې په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG