که امنیت شورا د دغه ټیم ماموریت تمدید کړي نو په دې اقدام سره به په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ وي.
د امنیت شورا د یوه راپور پر بنسټ، د افغانستان ۱۹۸۸ په تحریمونو کې، د پانګو کنګلول او د افرداو، ډلو شرکتونو او طالبانو پورې اړوند بنسټونو په وړاندې د سفر او تسلیحاتو بندیزونه شامل دي.
د دغو بندیزونو د نوملړ معیارونه هغه فعالیتونه او ملاتړ رانغاړي چې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د امنیت شورا د راپور له مخې د بشرپالنې استثنا پرته چې د امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک له مخې د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې تعین شوې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د بندیزونو کمیټه په اساسي ډول نه ده نوې شوې.
د افغانستان لپاره د بندیزونو ۱۹۸۸ کمېټه د امنیت شورا یوه فرعي اداره ده چې د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلی کېدو په برخه کې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.
دا ډله دغه شان داعش او القاعده پورې د اړوندو بندیزونو کمېټو ته هم ملاتړ برابروي.
د امنیت شورا د ۲۷۳۴ پرېکړهلیک له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۰مه تصویب شو، د یادو کمېټو د ملاتړ لپاره د دې ډلې ماموریت د ۲۰۲۷ تر جون پورې وغځول شو.
د امنیت شورا غړو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور د تېر کال د نومبر په ۱۷ ترلاسه کړو.
په دې راپور کې راغلي وو، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ښه والي په برخه کې د طالبانو له ادعاوو سره سره ښځو، نجونو او لږکیو له دې ثباته ګټه نه ده اخیستې.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر کړکیچن بلل شوی چې د زده کړو او کار په ګډون له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي او دغه شان د جنسیت پر بنسټ له تبعیض سره مخ دي.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي تر څو دغه ډله له ښځو او نجونو تروړل شوي حقونه بیرته ورکړي.
د ښځو د حقونو فعالې یاسمین یقین نبي زاده سه شنبه د دلوې ۱۴ مه ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د سولې او ثبات تر نامه لاندې د ښځو حقونه له منځه وړي دي:
«همدا اوس په افغانستان کې ښځې لکه په زندان کې چې ژوند کوي، دې وضعیت نه یوازې د ښځو شخصي ژوند محدود کړی بلکې د ټول افغانستان راتلونکې یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی، ځکه کله چې نجونې زده کړو ته نه پرېښودل کیږي، په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې برخه نه لري نو دا بنسټونه کمزوري کیږي، پایله دا کیږي چې ټولنه د پرمختګ او ثبات لپاره اړینه انساني پانګه له لاسه ورکړي او راتلونکې نسلونه د بې سوادۍ له خطر سره مخ شي.»
د ښځو د حقونو یوه بله فعاله حسینا سروري هم وايي، امنیت شورا باید د طالبانو په وړاندې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
«زه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په کلکه غوښتنه کوم چې د طالبانو په وړاندې د تشو ژمنو پر ځای واقعي او عملي اقدامات وکړي، تر کومه چې د کار او زده کړو په ګډون پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه، په بشپړ ډول لرې شوي نه وي، طالبان باید نه نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او نه هم نړیواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.»
دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په دې هیواد کې د زده کړو او کار په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي خو د بشري حقونو د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو له مخې چې طالبانو د جنسیت پر بنسټ ښځې ځپلي او دوی یې له عامه ژونده لرې کړې دي.