د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) وایي، افغانستان ته د راستنو شویو ماشومانو د خوندیتوب په تړاو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، ځکه د دې سازمان په خبره بې ځایه کېدل، بې وزلي او له ګاونډیو هېوادونو نه په پراخه کچه د کډوالو ستنېدل ماشومان له جدي خطرونو سره مخ کوي.
«یو اېن اېچ سي ار» په یو راپور کې چې یکشنبه «د سلواغې/ دلوې ۱۲مه یې» خپور کړی خبرداری ورکړی چې زیانمنونکي ډلې، لکه ښځې، معلولیت لرونکي کسان او کورني بېځایه شوي وګړي، د نه خوندیتوب له لوړو خطرونو سره مخ دي، دوی خدمتونو ته محدود لاسرسی لري او دغه راز له تبعیض سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اوږدې بېځایه کېدنې، اقتصادي ستونزو او نامعلوم راتلونکي له امله رواني او ټولنیز فشارونه هم پراخ شوي او ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
«یو اېن اېچ سي ار» دغه راز د جنسیت پر بنسټ د دوامدارو خطرونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې لا هم د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ دي او د خوندیتوب خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د مالي سرچینو کمښت او د بودجې محدودیتونو پر دغو خدمتونو سخت فشار راوړی.
افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال هم د خپلو اولادونو راتلونکې ته سخت اندېښمن دي.
له پاکستانه تازه یو ستون شوي ظاهرالله چې په خبره یې اووه کسیزه کورنۍ لري او اوس مهال په ننګرهار کې په یوه خیمه کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل:
له یوې خوا بې کاري ده او له بل لوري ماشومان ناروغان دي، دغه راز اولادونه مو له زده کړو پاتې دي، هلته ښه وو ښوونځیو ته تلل، خو دلته زمینه نه ده برابره، د دې ترڅنګ ژمی دی، یخني ډېره زیاته ده او موږ د خیمو د ګرمولو لپاره هېڅ وسایل نه لرو چې ژمی ګرم تېر کړو.له پاکستانه راستون شوی افغان - ظاهراالله
له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال هم له ورته ستونزو شکایت کوي.
په فراه ولایت کې مېشت افغان کډوال فرهاد چې په خبره یې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره یوځای نږدې دوه میاشتې مخکې له ایرانه ستون شوی ازادي راډيو ته یې وویل:
«خپل کور نه لرم، دلته مې په یو کنډر کور کې اړولي دي، کار نه شته، روزګار نه شته، شپږ کسان د خوراک لرم، خو زه د دوی لپاره ان د خوړو د برابرولو توان لا نه لرم، د خپلو اولادونو راتلونکې ته ډېر اندېښمن یم.»
تېره اوونۍ د ناروې د کډوالو شورا هم په یو راپور کې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د تازه ستنو شویو لپاره له بېړني ملاتړ پرته، زیان ګالې کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان، زاړه او هغه کسان چې په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي، د ژمي د سختو شرایطو له امله له لوړ خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم له پاکستان او ایرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د حکومت له لوري جوړ شوي کمېسیون ویلي یکشنبه د دلوې ۱۲مه له ایران او پاکستانه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ ستنې شوې دي.
د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۹مه په یو بیان کې ویلي و چې په دې کال کې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له کوربه هېوادونو نه غوښتي چې لږ ترلږه د روان ژمي تر پایه وخت ورکړي ځکه د دوی په خبره په افغانستان کې سخت ژمی او د امکاناتو نه موجودیت دوی له سختو ستونزو سره مخ کوي، خو کوربه هېوادونو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.