د دې سازمان نوي راپور، چې د یکشنبې په ورځ د «دلوې په ۱۲ مه» خپور شو، په کې راغلي چې چرس په افغانستان کې د نارینه وو په منځ کې تر ټولو زیات کارول شوي مخدره مواد دي چې ۴۶ سلنه دي، پداسې حال کې چې تریاک ۱۹ سلنه، ټابلیټ «کا» ۱۱ سلنه، او میتامفیتامین یا شیشه ۷ سلنه دي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په یوه فرمان کې، د کوکنارو کښت، تولید او د تریاکو قاچاق غیرقانوني اعلان کړ او منع یې کړ.
په افغانستان کې د مصنوعي مخدرو موادو کارول په زیاتیدو دي خو دودیز نشه یې توکي لاهم د مصرف لویه برخه جوړوي.
خو د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت د تحلیل او سروې پخوانی مشر، سید نجیب الله احمدي وايي چې نه یوازې په افغانستان کې د مخدره توکو کارولو مخه نیول شوې نه ده، بلکې نورو هیوادونو ته یې قاچاق لا دوام لري.
هغه ازادي راډیو ته په دې اړه وویل“د افغانستان تریاک نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي، دغه شان نور مخدر توکي لکه میتامفیتامین (شیشه) یا ټابلیټ K هم نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي، د راپورونو له مخې، کاناډا توانیدلی چې ثابته کړي چې میتامفیتامین له افغانستان څخه قاچاق او په دې هیواد او همدارنګه په استرالیا کې کشف شوي، هغه کسان چې په افغانستان کې د مخدره توکو په قاچاق کې ښکیل دي لاهم دې کار ته دوام ورکوي."
د «UNODC» د سروې ګډونوالو بې وزلي، بې کاري او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د مخدرو توکو د تکرار کارولو اصلي عوامل بللي.
دا سروې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ ترسره شوې ده.
د دې راپور له مخې، د میتامفیتامین او تریاکو په څیر د مخدره توکو کارولو لګښت د یوې بشپړې ورځې له عاید څخه ډیر کیدای شي، د بېلګې په توګه، د میتامفیتامین د یوې ورځې کارول د ورځني مزدور لپاره د ورځني مزد تر ۱۳۸ سلنې یا د مسلکي کارګر د مزد تر ۶۷ سلنې پورې لګښت لرلی شي.
دې راپور کې د افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان لپاره د «UNODC» سیمه ییز استازي اولیور سټولپ په حواله راغلي چې موندنې ښیې ، د مخدرو توکو کارول د بې وزلۍ، بې کارۍ او نه پوره کیدونکو روغتیایی اړتیاوو سره نږدې تړاو لري.
د اقتصادي فرصتونو نشتوالی، بې وزلي او بیکاري په افغانستان کې د روږديتوب د خپریدو لوی عوامل ګڼل شوي.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د نوي راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د دې راپور په دوام کې راغلي چې د طالبانو حکومت د مخدرو توکو د کاروونکو د لوی شمیر درملنې له ادعا سره سره، د مخدرو توکو د درملنې د مرکزونو په اړه د «UNODC» څیړنې ښیي چې د ویش، لاسرسي، د خدماتو کیفیت او د جنسیت د پوښښ له پلوه جدي ننګونې لا پر ځای پاتې دي؛ د دې مرکزونو نږدې دوه پر دریمه برخه یوازې نارینه وو ته خدمات وړاندې کوي، او د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې یوازې شاوخوا ۱۷ سلنه مرکزونه د ښځینه روږدو کسانو درملنه کوي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو، د ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان لپاره د خپلې ستراتیژۍ په چوکاټ کې ویلي وو چې د کوکنارو د کښت د کمښت راپورونو سربېره، په دې هیواد کې د مخدرو توکو د روږدو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی، او له درې ملیون څخه زیاتو روږدو څخه، یوازې شاوخوا ۳۰ زره کسان د روږدو کسانو د درملنې خدمتونو ته لاسرسی لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) استازي سټیفن روډریګس ویلي: "دا ملي سروې په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې د واقعیتونو او هغو ننګونو روښانه انځور وړاندې کوي چې خلک ورسره مخ دي."
نوموړي ویلي چې د مخدره توکو د کارونې د اصلي لاملونو لکه د دندو او اقتصادي فرصتونو نشتوالي سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه کولای شي د دې ننګونو کمولو کې مرسته وکړي.