د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

په ایران کې د مظاهرو پر مهال یو شمېر افغانان هم وژل شوي

ایران کې وژل شوی افغان ځوان - یزدان تمنا
ایران کې وژل شوی افغان ځوان - یزدان تمنا

په ایران کې د وروستیو مظاهرو پرمهال چې د ایراني ځواکونو له پراخې ځپنې سره مل وې یو شمېر افغان کډوال هم وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د ایران د څانګې فردا راډیو د موندنو په اساس یو اتلس کلن افغان ځوان یزدان تمنا د مرغومي/جدي په اتلسمه په مشهد کې په سر په مرمۍ ویشتل شوی او وژل شوی دی.

دا افغان ځوان له خپل ایراني ملګري سره د ایران د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې د مشهد په قاسم آباد سیمه کې هدف ګرځول شوی.

د ځینو راپورونو له مخې دی د افغانستان د هرات ولایت وو.

که څه هم ایراني چارواکو او افغانستان کې واکمنو طالب چارواکو لا د ایران په وروستیو مظاهرو کې د وژل شویو افغان اتباعو په اړه څه نه دي ویلي خو د خواله رسنیو کاروونکو او فعالانو او ځینو نورو رسنیزو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ځینو افغانانو په اړه راپورونه خپاره کړي چې په وروستیو مظاهرو کې وژل شوي.

اکثر دا افغانان د راپورونو له مخې ایران کې زیږیدلي او لوی شوي.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو په مشهد کې د یوه تنکي افغان الاصله ځوان امیر حسین مرادي یادونه کړې.

دی چې شپاړس کلن وو په مشهد کې پيدا او لوی شوی وو او د نودرې سیمې کې اوسېده چې د مظاهرو پر مهال وژل شوی او مړی یې تر شاوخوا لسو ورځو وروسته په بهشت رضا هدیره کې موندل شوی.

په مشهد کې دوه نور افغان ځوانان ۲۲ کلن کیارش کریم دادي او ۲۰ کلن علیرضا بهبودي هم وژل شوي.

اخوا د هرات یو اوسیدونکی چې جلیل نومېده هم د راپورونو له مخې د ایران د اعتراضونو پر مهال وژل شوی دی.

د یوه بل افغان وژل شوي په اړه هم ایراني رسنیو او فعالانو راپور ورکړی.

له دې ډلې د جنوبي اسیا د رسنیو د څېړنې انسټیټوټ په خپله ایکس پاڼه د جنوري په شلمه راپور ورکړی چې یو افغان تبعه وزیر احمد تاجیک په تهران کې د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی.

ایران کې وژل شوی افغان تبعه ، وزیر احمد تاجیک
ایران کې وژل شوی افغان تبعه ، وزیر احمد تاجیک

دغه مرکز راپور ورکړی چې دا افغان تبعه د جنوري په اتمه هدف ګرځېدلی او په ډېر احتمال له لومړنیو افغانانو به وو چې د ایرانیانو په مظاهرو کې وژل شوی وي.

ازادي راډیو له یزدان تمنا پرته د پاسنیو نورو وژل شویو افغان اتباعو په اړه راپورونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو د دغو کسانو په اړه د خوالو رسنیو فعالانو او یا د بشري حقونو اړوندو مدافعینو راپورونه ورکړي.

د ازادي راډیو فردا برخه راپور ورکوي چې د ګڼو دغو وژل شویو افغانانو کورنۍ او خپلوانو د امنیتي ګواښونو په خاطر له خبرو کولو ډډه کړې.

له دې ډلو سره سره په هرات کې د ایران جنرال قونسل علي رضا مرحمتي ادعا کړې چې افغانان د ایران په وروستیو مظاهرو کې نه وو دخیل. هغه په خپله ادعا کې زیاته کړې چې ځینې ډلې او هېوادونه غواړي افغانان په اعتراضونو کې ښکېل وبولي څو د افغانستان او ایران اړیکې سړې کړي.

په ایران کې څه باندې میاشت مخکې د ډالرو د بېساري لوړېدو او د ګرانیو په غبرګون خلک په مظاهرو ووتل چې ډېر ژر دا مظاهرې ټول هېواد ته پراخې او د رژیم ضد بڼه یې خپله کړه.

ایراني ځواکونو له لومړیو ورځو د مظاهره چیانو مخه ونیوله او د راپورونو په اساس د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره یې له ډېر سخت چلند کار واخیست او هغوی یې په پراخه کچه وځپل.

د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان هرانا چې په امریکا کې مېشت دی د سه شنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶،۱۲۶ یاد کړ او ویې ویل چې د څه باندې ۱۷ زرو کسانو مړینې د څېړنو لاندې دي.

له دې وژل شویو څخه ۵۷۷۷ تنه مظاهره چیان دي، ۲۱۴ کسان د حکومت اړوند ځواکونه، ۸۶ کسان تر اتلسو کلونو کم عمره او ۴۹ نور کسان هم غیرمعترض خلک یاد شوي.

دا شمېره په داسې وخت کې اعلانیږي چې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د بندېدو له امله د مړینو او تلفاتو دقیق شمیر ښايي لوړ وي، او دا ممکنه نه ده چې په خپلواکه توګه د قربانیانو بشپړ شمیر تایید شي.

ټایم مجلې د یکشنبې په ورځ د ایران د روغتیا وزارت د دوو لوړ پوړو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د جدي په اتلسمه او نولسمه په دوو ورځو کې کله چې د حکومت خونړۍ ځپنې خپل اوج ته ورسیدې "تر ۳۰،۰۰۰ پورې خلک" وژل شوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG