په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د ننګونو او ستونزو په دوام، د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت اعلان کړی چې د درنو واورو د ورښت له امله له ازبکستانه د وارداتي برېښنا پرې کېدو د افغانستان ۱۲ ولایتونه د برېښنا له کمښت او پرې کېدو سره مخ شوي دي.
دغه شرکت د پنجشنبې په ورځ ناوخته «د دلوې په دوهمه» په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د پلخمري-کابل په مسیر کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د دې ۲۲۰ کیلو ولټه لېږد لین د پرې کېدو له امله، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان ولایت ځینې برخې د برېښنا له کمښت او پرې کېدو سره مخ شوې دي.
د برښنا شرکت ویلي چې د دوی تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره چمتو دي، خو دا مهال په سالنګ کې د درنو واورو له امله د هوا د ښه کېدو په تمه دي.
دې شرکت زیاته کړې چې له ترکمنستانه بلخ او فاریاب ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د لېږد لین کې یوه جلا رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل شوې او په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځول شوې ده.
د یو شمېر هغو ولایتونو اوسېدونکي چې د برېښنا کمښت له ستونزې مخ دي وايي چې د هوا په سړېدو او واورې او باران ورښتونو سره د برېښنا پرې کېدل هم زیات شوي چې د دوی ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې دي.
د کابل یوه اوسېدونکې مرسل وايي چې د هوا سړېدو سره سم، د برېښنا پرې کېدل په بې کچې ډول زیات شوي دي:
«د هوا په سړېدو اوس موږ په ۲۴ ساعتونو کې له یو څخه تر درې ساعتونو برېښنا لرو، له بده مرغه تل د برېښنا ستونزه وي، په پسرلي کې د تودوخې په پلمه او په ژمي کې د واورو او باران په پلمه برېښنا پرې کوي، دا یوه جدي ستونزه ده»د کابل اوسیدونکې - مرسل
هغې زیاته کړه: «ډېریو خلکو سږ کال د لرګیو د اخیستلو توان نه درلود او برېښنا یې کاروله، موږ تل د برېښنا ستونزه لرو، خو په دې سړه هوا کې دا ستونزې ډېرې شوې دي.»
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی شفیق الله هم وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د برېښنا پرې کېدل زیات شوي دي: «خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، بارانونه ډېر دي، هوا سړه شوې ده، دلته ډېری خلک بې وزله دي، زما په ګډون دوی د لرګیو د اخیستلو وسه نه لري، او ان ځینې کورنۍ شته چې د برېښنا د نشتوالي له امله د څښاک د اوبو له ستونزو سره مخ شوي، برېښنا د خلکو یوه جدي اړتیا ده، زه له چارواکو غواړم چې د وارداتي برېښنا د ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.»
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان مرکزي ولایتونه په دې وروستیو ورځو کې د واورو د بې ساري ورښت شاهدان دي او سره له دې چې هوا ډېره سړه شوې، د برېښنا پرې کېدو یا کمښت خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ټکو، د سالنګونو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر لویې او مواصلاتي لارې د دې بارانونو له امله بندې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د همدې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې دوی د کورنۍ برېښنا د تولید او زیاتولو او پر واداتي برېښنا د تکیې کمولو لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره سږ کال د ۹،۴۰۷ مېګا واټه برېښنا په ټولیز ظرفیت قراردادونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
خو خلک وايي چې په تېرو څو کلونو کې د برېښنا پروژو پرانیستل یوازې یوه ننداره وه او هر کله چې افغانستان ته وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزه ولري، د برېښنا کمښت له امله د دوی ستونزې لا زیاتېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) وايي چې افغانستان په سیمه کې د انرژۍ یو له خورا ناامنه چاپیریالونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د چهارشنبې په ورځ «د جنوري په ۲۱مه» ویلي چې د افغانستان د برېښنا ټول مصرف له ۲۰۲۰ کال راهیسې له ۱۰۰ سلنې څخه ډېر شوی دی، خو دا د هغه برېښنا مقدار ته نږدې نه دی چې یو هېواد د عادي او معیاري ژوند کولو لپاره ورته اړتیا لري.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو تأمینېږي، هغه مسئله چې افغانستان یې د برېښنا پرې کېدو او کمښت له درکه زیانمن کړی دی.