د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

د افغانستان د رسنیو د ملاتړسازمان: پاکستان کې افغان خبریالان خوندي ندي


دافغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وايی صمیم نعیمي پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی دی.

سازمان دنعیمي نیول کیدل په کلکه غندي او خپله اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ په ایکسپاڼه خپره کړې وايي سره لدې چې ښاغلي نعیمي دفرانسې د سفارت یو رسمي مکتوب درلوده پولیسو نیولی او حاجی کیمپ ته بیولی دی.

دخبریالانو وضعیت په مجموع کې د اندیښنې وړ دی ، ددوی ویزې نه تمدیدیږي او امن هیوادونو ته د تګ لپاره ددوی انتظار ډیرځنډمن دی . اقتصادي او رواني ستونزې هغه ننګونې دي چې دوی ورسره مخ دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان رئیس حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې افغان خبریالان د پاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو کې په ډیر بد وضعیت کې دي او په دې وروستیو کې پاکستان کې دافغان خبریالان نیول زیات شوي دي " له بده مرغه دپاکستان پوځي حکومت په دې قضیه کې دخیل دی او تراوسه هیڅ ډول فشار دخبریالانو د وضعیت د بهتروالي لپاره کوم مثبت اغیز نه دی کړی. سره لدې چې مسئله کې کله نا کله ښه والی راشي خو وروسته لیدل کیږي چې دوی یوځل بیا نیولو ته ادامه ورکوي او د پاکستان پوځي حکومت اصلا د ملکي حکومت خبرې ته غوږ نه نیسي او دا یوه ډیره پیچلې موضوع ده. دخبریالانو وضعیت په مجموع کې د اندیښنې وړ دی ، ددوی ویزې نه تمدیدیږي او امن هیوادونو ته د تګ لپاره ددوی انتظار ډیرځنډمن دی . اقتصادي او رواني ستونزې هغه ننګونې دي چې دوی ورسره مخ دي. "

ښاغلی عبیدي زیاتوي چې د پاکستان حکومت د خبریالانو او په مجموع کې دټولو افغانانو دویزو تمدید ته لیوالتیا نه لري او له همدې کبله خبریالان نیسي او افغانستان ته یې اخراجوي.

عبیدي ټینګار کوي چې له یوشمیرنورو بنسټونو سره یوځای پاکستان کې دبندي شویو خبریالانو د خلاصون او ددوی د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

بلخوا پاکستان کې میشت یو افغان خبریال د صمیم نعیمي دنیول کیدو خبر تایید کړ او ازادی راډیو ته وویل که چیرې دا موضوع سمه تعقیب نه شي او دنعیمي د خلاصون لپاره کار ونه شي نو کیدای شي هغه افغانستان ته اخراج شي.

مونږ له کوربه هیواد او د بشري حقوقو او دخبریالانو د ملاتړ موسسو څخه غواړو چې دغې ستونزې ته ورسیږي

دغه خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې رپوټ کې واخیستل شي وویل :

" له بده مرغه دغه تګلاره ادامه لري او په دې شپو ورځو کې نیول او بندي کول په جدي توګه پراخ شوي دي او نه یواځې اسلام اباد او پنډۍ کې بلکه د پاکستان په نورو ښارونو لکه کراچۍ ، کوټه او پیښور کې هم ادامه لري. مونږ ورته اندیښمن یو. که چیرې چارې په دې شکل دوام وکړي خبریالانو ته به لویه ستونزه رامینځ ته کړي. مونږ له کوربه هیواد او د بشري حقوقو او دخبریالانو د ملاتړ موسسو څخه غواړو چې دغې ستونزې ته ورسیږي. "

دافغانستان درسنیو د ملاتړ د سازمان په اعلامیه کې راغلي دي چې دپاکستان د پولیسو لخوا د صمیم نعیمي نیول دبشري حقوقو، د پناه اخیستونکود حفاظت د اصل او دبیان دازادۍ څرګنده سرغړونه ده.

اعلامیه زیاتوي چې نعیمي دمسلکي رسنیز فعالیت، امنیتي ګواښونو ، سانسور او سیاسي فشارونو له کبله مجبور شوی خپل ټاټوبی افغانستان پریږدي او که چیرې بیرته افغانستان ته واستول شي نو جدي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي.

دافغانستان درسنیو د ملاتړ د سازمان له UNHCR یا د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، دفرانسې له حکومت ، اروپايي اتحادیې ، د بې پولې خبریالانو له سازمان(RSF) او ټولو بشردوستو بین المللي سازمانونو څخه غوښتي چې د صمیم نعیمي د سملاسي ازادي لپاره په بیړه اقدام وکړي ترڅو افغانستان ته اخراج نه شي.

تردې مخکې، د مرغومي په نهمه اسلام اباد کې میشت افغان خبریال نورالله اکبري ازادي راډیو ته ویلي وو چې پولیسو د پلازمینې فیصل ټاون څخه درې افغان خبریالان نیولي دي.

سره لدې چې ددغو خبریالانو دنیول کیدو لامل تراوسه څرګند نه دی خوپاکستاني پولیس افغانان اکثرپه دې نیسي چې د اقامت ویزې نه لرې یا یې د ویزو اعتبار پای ته رسیدلی.

پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې زرګونه افغانان کډوال افغانستان ته اخراج کړي دي.

پاکستان کې میشت ګڼ افغان خبریالان ، دبشري حقوقو فعالان ، دپخواني جمهوری نظام ملکي او پوځي چارواکي وايی په دغه هیواد کې ستونزې ګالي ، د ویزو تمدید یې رد شوی او داخراج له خطرسره مخ دي.

نړیوالو سازمانونو افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي دي هغه کسان چې خطر سره مخ دي ، افغانستان ته په اخراج ، هلته د طالبانو د حاکمیت لاندې د ځورونې او غچ اخیستنې له فوري ګواښ سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG