د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

افغانستان ته د اخراج شویو ستونزمن ژوند، د کډوالۍ نړیوال سازمان یې وضعیت د اندیښنې وړ بللی


هرات کې د ستنو شویو کډوالو خیمې، ارشیف
هرات کې د ستنو شویو کډوالو خیمې، ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي څه باندې دوه میلیونه کډوال د ژوند له جدي ستونزو، د سرپناه نشتوالي، اساسي روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسي او پراخې بېکارۍ سره مخ دي.

دغه سازمان په خپل نوي راپور کې چې پرون یکشنبه یې خپور کړی، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې د دغو راستنېدونکو د ژوند شرایط ارزولي دي.

له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي او لا تر اوسه په هیواد کې عادي ژوند ته نه دي چمتو شوي.

کشمیر خان یو له هغو افغانانو څخه دی چې له کلونو مهاجرت وروسته، بالاخره د ۲۰۲۵ کال په نیمایي کې له پاکستان څخه د تل لپاره ووت او افغانستان ته راستون شو.

دلته د کرایې لپاره کور نشته، هر ځل چې زه بازار ته ځم، کار نشته، کافي خواړه نه لرو
کشمیرخان، له پاکستانه ستون شوی کډوال

هغه چې د ۱۴ کسیزې کورنۍ مشر دی، اوس مهال په کابل کې ژوند کوي او ازادي راډیو ته د خپلو ستونزو په اړه وايي: "دلته د کرایې لپاره کور نشته، هر ځل چې زه بازار ته ځم، کار نشته، کافي خواړه نه لرو، موږ د اوبو له کمښت سره مخ یو، دلته ژوند ډېر ستونزمن دی. موږ تمه لرو چې حکومت یا ادارې به لږ تر لږه زموږ لپاره د کار موندلو یا کرایې ورکولو کې مرسته وکړي."

په ورته وخت کې، یو بل افغان چې شپږ میاشتې وړاندې له شل کاله مهاجرت وروسته له ایران څخه افغانستان ته راستون شو، هم ازادي راډیو سره د ورته ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د سرپناه نشتوالي هغه او د هغه کورنۍ له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

هغه، چې نه یې غوښتل په راپور کې نوم یې واخیستل شي، وویل:"زه شل کاله په ایران کې کډوال وم او شپږ میاشتې کیږي چې موږ افغانستان ته راستون شوي یو. موږ نه سرپناه لرو او نه هم دلته کار. زه له حکومت او نورو هیوادونو څخه غوښتنه کوم چې د راستنیدونکو کډوالو لپاره سرپناه او کار چمتو کړي ځکه چې دلته ژوند ډېر ستونزمن دی."

له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال داسې مهال دغه شکایتونه کوي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې څه باندې دوه میلیونه کډوال چې تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي د ژوند له جدي ستونزو، د سرپناه نشتوالي، اساسي روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسی او پراخه بې کاري سره مخ دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د جنوري په ۱۱مه، پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي راپور کې ویلي، افغانستان ته له هرو څلورو ستنو شویو کډوالو څخه یو یې مناسبه او مطلوبه سرپنا نه لري.

د سازمان په وینا، یوازې یوولس سلنه راستانه شوي کډوال دندې لري او پاتې نور بې کاره دي.

سازمان په خپل راپور کې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې د راستانه شویو کډوالو د ژوند شرایط څیړلي.

دوی دغه راز موندلې چې له نیمایي ډیر راستانه شوي کډوال د هویت او نور اړین اسناد هم نه لري چې دې چارې له حکومتي، بانکي، روغتیایي او تعلیمي خدمتونو بې برخې کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې د راستنیدونکو شمیر ۲.۴ ملیونه ښودلی و، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د دسمبر په ۱۹مه په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲.۸ ملیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډیری یې په زور ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم دا شمېرې تایید کړې او له کوربه هیوادونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د باعزته راستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.

نړیوال سازمانونه وايي چې افغان کډوال هغه هیواد ته ستنول کیږي چې وار له مخه له بې وزلۍ، محدودو خدماتو او د اقلیم د بدلون له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

XS
SM
MD
LG