د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

په ایران کې د مظاهرو پراخوالی او د انټرنیټ پرې کېدا، ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ


په تهران کې پرونۍ مظاهرې
په تهران کې پرونۍ مظاهرې

په ایران کې پرون د مظاهرو د پراخوالي له راپورونو سره همهاله په تهران او یوشمېر نورو سیمو کې انټرنیټ پرې شو. د مظاهره چیانو د ځپلو له کبله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د مظاهرو له شدت سره همهاله وویل، که د ایران چارواکي " د خلکو په وژنه پیل وکړي" د دغه هېواد په ضد به جدي اقدام وکړي.

ټرمپ له محافظه کاره راډیویي ویاند هیو هویت ( Hugh Hewitt) سره مرکه کې ویلي: "ما هغوی ( ایراني چارواکو) ته ویلي، که د خلکو په وژنه پیل وکړي، هغه کار چې معمولا یې د اعتراضونو پر مهال کوي، مونږ به هغوی ته کله ضربه ورکړو."

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم دوه ځله د ایران حکومت ته د اعتراض کوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي له کبله خبرداری ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ماښام د ایران بېلابېل ښارونه په ۱۲مه ورځ د پراخو مظاهرو شاهدان وو.

تېره شپه په تهران او د ایران یوشمېر نورو سیمو کې انټرنیټ هم پرې شو.

د نیټ بلاکز مرکز چې نړۍ کې د انټرنیټ سرعت څاري تایید کړې چې تهران کې تېره شپه د انټرنیټ جریان پرچاو شوی دی.

پر تهران سربیره له تبریز، اهواز، کرمان، اصفهان، اراک، قایم شهر او یوشمېر نورو ښارونو څخه هم د مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې ته رسیدلې ویډیوګانې ښيي چې اعتراض کوونکي د علي خامنه یی په ګډون د ایراني چارواکو ضد او دغه راز د" ازادۍ، ازادۍ" شعارونه ورکوي.

مظاهرې لومړی د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومانو د بیې د ټیټېدو له کبله په تهران کې پيل چې وروسته یې لمن نورو ښارونو ته هم وغځېده.

XS
SM
MD
LG