هغه نسل چې ښايي ډیرو نجونو په کې د طالبانو له ویرې د نارینه و جامې اغوستې چې هویت یې ښکاره نشي. هغه نسل چې له زده کړو محروم شو او هیلې يې نیمګرې پاتې شوې، هغه نسل چې کډوال شو او بیرته وطن ته ستون نه شو، هغه نسل چې د ماشومایتوب لوبې يې په اسمان کې د پوځي الوتکو شمېرل وې او هغه نسل چې د خپل هویت د ساتلو لپاره يې هر څه وکړل، خو ناهیلی شو.
زه هغه څوک نه وم چې وم، ما هیڅ کله نانځکې نه دې لوبولې، کله مې هم ژړلي نه دي ځکه پلار مې تل راته ویل چې زه باید د هلکانو په څېر قوي واوسم او هلکان نه ژاړينیلوفر
دا یوازې د افغانانو او افغانستان کیسه نه ده، بوسنیا هرزګووینا او د روسیې په ګاونډ کې د چچنیا اوسیدنکي د افغانانو په څېر د جګړو او کډوالۍ تجربې لري.
ازادي راډيو له کابله تر بوسنیا او چچنیا، له هغو کسانو سره خبرې کړي چې د جګړو او کډوالي شاهدان وو.
"د طالبانو په واکمنۍ کې ښوونځي ته تګ یو خوب دی."
"مور او پلار به مې راته د هلکانو جامې راغوستې چې هلک غوندي ښکاره شم، ښايي یا يې له طالبانو ویره وه یا يې هیله دا وه چې زه هلک وای".
کله چې په ۱۹۹۵کال کې د لومړي ځل لپاره طالبانو کابل ونیوه، نیلوفر ابراهیمي درې کلنه وه. هغه وايي، مدرسې ته د تګ پر مهال به يې مور ورته د هلکانو جامې اغوستې.
د هغې په خبره، "زه هغه څوک نه وم چې وم، ما هیڅ کله نانځکې نه دې لوبولې، کله مې هم ژړلي نه دي ځکه پلار مې تل راته ویل چې زه باید د هلکانو په څېر قوي واوسم او هلکان نه ژاړي".
نیلوفر وايي، د اتو کلونو وم چې په مدرسه کې راته وویل شول چې باید څادر پر سر کړم.
۳۳ کلنه نیلوفر چې اوسمهال د ایران په پلازمینه تهران کې د یوه اروپايي هېواد د ویزې په تمه ده، وايي، "له ۲۰۰۱کال راهیسې تر ۲۰۲۰کاله پورې مې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې وکړې خو د طالبانو راتګ یو ځل بیا له هر څه محرومه کړم".
د ۲۰۲۱کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي.
نیلوفر وايي، "اوس په افغانستان کې زده کړې او ښوونځي ته تګ د یوه خوب غوندي ښکاري".
نیلوفر ابراهیمي په دې هڅه کې ده چې له افغانستانه لیرې په بل هېواد کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د هغې دا هڅې د بوسنیا هزرګووینا له هغوو کډوالو سره چې کلونه لیرې يې له خپله هېواد تیر کړي چندان توپیر نه لري.
په بوسنیا کې د دیټون تړون نسل او ادارې فساد
سږکال د بوسنیا د جګړې د ختمیدو ۳۰مه کلیزه وه.
نرمین ممیلدیزیا د جګړې له ختمیدو او د دېټون له تړون درې میاشتې وړاندې نړۍ ته سترګې وغړولې.
د بوسنیا او سربیا ترمنځ د ۱۹۹۵کال په جګړه کې تر ۱۰۰ زرو زیات کسان ووژل شول.
ډير يې غوښتل چې په خپل هېواد کې کار وکړي خو په حکومت شته اداري فساد دې ته اړ کړو چې بیرته جرمني ته ستون شينرمین
دغه جګړه په ۱۹۹۲کال کې پیل او په ۱۹۹۵کال کې پای ته ورسیده.
د نرمین کورنۍ د جګړې پر مهال جرمني ته کډواله شوه. هغه خپل ماشومایتوب په پردیسۍ کې تیر کړی.
د هغه په خبره:
" زما ماشویتوب ډیر سخت و. موږ به د ګاوندیانو په نیمه ډوډۍ ټوله ورځ تیروله.
هغه وړاندې وايي، کله چې په بوسنیا کې خپل کلي ته راستون شوم تر "یوه چتر لاندې مو په دوو ښوونځيو کې " درس ویلو".
د هغه په وینا، "زموږ په ښوونځي کې ماشومان د قوم پر بنسټ جلا شوي وو، که څه هم درسونه مو یو ډول وو."
نرمین په بوسنیا کې تر لوړو زده کړو وروسته بیرته جرمني ته ستون شو.
د هغه په ټکو، "ډير يې غوښتل چې په خپل هېواد کې کار وکړي خو په حکومت شته اداري فساد دې ته اړ کړو چې بیرته جرمني ته ستون شي".
بوسنیا هزرګووینا د ملګرو ملتونو د سرشمیرنې ادارې او د نړیوال شفافیت ادارې له خوا د ادارې فساد په درجه بندۍ کې په نړۍ کې دوهم مفسد هېواد یاد شوی دی او د هرو دوو ځوانانو له منځه یو يې له دې هیواده د تیښتې په فکر کې دی.
پنځه کاله وړاندې نرمین د ازادي راډیو بالکان سرویس سره په خبرو کې ویلي و" کله به هم د خپل اصلي هېواد (بوسنیايي) پاسپورټ څخه تیر نشم".
د هغه په ټکو، "دا پاسپورټ د هغه لپاره هر څه دی".
خو نن ورځ د نرمین تر څنګ د هغه دوې خویندې هم له بوسینا بهر ژوند کوي.
نرمین که څه هم د نیلوفر په څير غواړي په خپل هېواد کې پاتې شي او کار وکړي، خو د هغه په ټکو، د بوسنیا مفسد حکومت اړ کړی چې د کډوالۍ لار ونیسي، لکه څنګه چې نیلوفر هڅه کوي د زده کړو او کار په موخه یو اروپايي هېواد کې د پېښو ځای پیدا کړي.
اسمان کې به مو پوځي الوتکې شمېرلې او هر چا چې به ډیرې الوتکې وشمیرلې، هغه به لوبه ګټله.
بل پلو، د چچنیايي هوا کیسه د نرمین سره توپیر نه لري، هغې چې خپل ماشومایتوب په جګړو کې تیر کړی دی وايي، که چیرته په چچنیا کې ادارې فساد ختم شي بیرته به خپل هېواد ته ستنه شي.
هوا چې اوسمهال په سربیا کې د څیړنکې په توګه کار کوي د ازادي راډیو بالکان برخې سره خبرو کې د چچنیا د جګړو د سترګو لیدلی حال ویلی دی.
له ملګرو سره به مې شرط لګاوه چې څوک به ډېر شمېر پوځي الوتکې حسابوي چې په اسمان کې الوځيهوا
هوا وړاندې وايي، " کله چې ماشومه وم په اسمان کې به مې پوځي الوتکې شمېرلې".
د هغې په خبره" له ملګرو سره به مې شرط لګاوه چې څوک به ډېر شمېر پوځي الوتکې حسابوي چې په اسمان کې الوځي".
هغه چې د چچنیا په دوو جګړو کې له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې ده د هغوو ورځو کیسې کوي چې دوې اونۍ يې په تهکاوي کې له اوبو او بریښنا پرته تیرې کړې وې.
هغه وايي،" هر ځای به بمبارد کیده او موږ به د اونیو لپاره اوبه او بريښنا نه درلوده".
چچنیا چې د روسیې په ګاونډ کې کوچنی هېواد دی، روسیې پر دغه هیواد د ۱۹۹۴کال د ډیسمبر په ۱۱مه برید وکړ او دې جګړې د ۱۹۹۶کال د اګست تر ۳۱مې دوام وکړ.
روسیې د دویم ځل لپاره د ۱۹۹۹کال د اګست په ۷مه پر دې هېواد برید وکړ او د ۲۰۰۹کال د اپریل تر ۱۶مې دا جګړه وغځیده.
د ورسیې تر اغیز لاندې د چچنیا د ولسمشر رمضان قدیروف حکومت د بشري حقونو په نقض تورن دی.
هوا وايي، "که چیرته په چچنیا کې ادارې فساد نه وای، خپل هېواد ته به ستنه شوې وای".
کډوالي او له خپل وطنه لیروالی هغه څه نه دي چې یوازې افغانانو تجربه کړي، بلکي د نورو هېوادونو نسلونه نسلونه له دې کړاوه تیریږي.
طالبانو د افغانستان دننه په ۱۹۹۵کال کې د یو نسل برخلیک له زده کړو په محرومیت سره ولیکه، په داسې حال کې چې په بوسنیا او چچنیا کې د ورته وخت نسلونو برخلیک جګړو وټاکه چې د درې هېوادونو د هغه وخت نسلونو ډیر شمیر يې اوس مهال په کډوالۍ کې ژوند کوي.
که څه هم نرمین او هوا په خپلو هېوادونو کې د ادارې فساد د شتون له کبله بیرته ستنیدلی نشي خو نیلوفر بیا پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنیدو راهیسې د کډوالۍ لار نیولی ده.
جګړې د ډیرو نسلونو برخلیک ټاکلی هغه چې د هوا، نیلوفر او نرمین په څیر اوس هم ترې کړیږي.