د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۵

په مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول


 په مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

د روسیې تحقیقاتي فدرالي کمیټې ویلي چې په بیلیڅکایا واټ کې چې کله تیره شپه پولیسو یوه مشکوک کس دراوه، چاودنه وشوه چې له امله یې دوه ترافیک پولیس او یو بل کس ژوبل شول او وروسته درې واړو له اخیستو ټپيونو ساه ورکړه. دا په تېرو دریو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په مسکو کې کېږي. نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه پکې د روسیې یو جنرال فانیل سروروف د هغه په موټر کې د ځای پرځای شوي بم له امله ووژل شول.

په مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول

XS
SM
MD
LG