د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

د ترکیې استخباراتو د افغانستان - پاکستان تر منځ سیمو کې د داعش یو جپګوړی غړی نیولی


د افغانستان - پاکستان تر منځ سیمې
د افغانستان - پاکستان تر منځ سیمې

د ترکیې د استخباراتو سازمان د افغانستان – پاکستان تر منځ سیمو کې پراخ عملیات کړي او د داعش یا اسلامي دولت ډلې یو جګپوړی کس یې نیولی دي.

دا خبره د ترکیې دولتي رسنیو پرون ماښام راپور کړې.


د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي نیول شوی شکمن محمد ګورن د داعش یا اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې غړی پیژندل شوی.

د راپور له مخې، ګورن په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیمولو مسؤل و.

ویل کیږي دا کس له هغو هوايي بریدونو ژوندی پاتې وو چې په پاکستان کې د داعش د جنګیالیو پر ضد شوي.

دی تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته انتقال شوی او هلته به محاکمه کېږي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې وروستي څو کاله په افغانستان، پاکستان او ور هاخوا سیمو کې د ځینو خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، چې ډیری ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
شکمن کس د اوزګور التون سره یوځای فعالیت درلود. اوزګور چې په ابو یاسر الترکي پيژندل کېده، پخوا د ترکیې څخه د افغانستان-پاکستان سیمې ته د داعش غړو په لیږدولو کې فعال رول درلود او تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته انتقال شوی.
د ترکیې استخباراتو تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې د داعش خراسان څانګې د هغو غړو د نیولو لپاره هڅې کړي چې یا د ترکیې اتباع دي یا په ترکیه کې اړوندو بریدونو او ترهګریزو پلانونو سره تړلي بلل شوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG