د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

سوېډن تایید کړه چې یو تبعه یې ایران کې نیول شوی


ارشیف
ارشیف

د سویډن حکومت تایید کړې چې د دوی یو تبعه په ایران کې نیول شوی دی، دا  وروسته له هغه چې تهران اعلان وکړ چې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د یو سویډني تبعه محاکمه روانه ده.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا ته په لیږل شوي بیان کې، ویلي، دوی "د نیول شوي تبعه له کورنۍ سره په تماس کې دي" او یو حقوقي سلاکار یې استازیتوب کوي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت "د قونسلي محرمیت له امله" د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د ایران د قضایه قوې ویاند اصغر جهانګیر د دسمبر په ۱۶مه وویل چې یو ایراني الاصله سویډنی سړی "چې په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییلو استخباراتو لخوا استخدام شوی و او د بریښنایی جاسوسۍ تجهیزات یې لیږدول" نیول شوی دی.

جهانګیر ادعا وکړه چې نیول شوي کس چې دوی پرې د جاسوسۍ شک لري، په خپل دې کار اعتراف کړی دی.

اصغر جهانګیر دا هم وویل چې نیول شوی کس د جون په میاشت کې له اسراییلو سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې یوه میاشت مخکې ایران ته ننوتلی و او د تهران شمال ختیځ کې یوه کور کې اوسیده.

مخکې له دې، د ایران د البرز ولایت د قضا مشر هم ویلي وو چې دا کس د جګړې په څلورمه ورځ، د جون په ۱۶مه، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو لخوا نیول شوی و.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي چې د ایران پولیسو له اسراییلو سره د جګړې په ترڅ کې شاوخوا ۲۱۰۰۰ کسان د امنیتي سرغړونو په تور نیولي وو، چې ډیری یې د تصفیې وروسته خوشې شوي وو، مګر ځینې یې لاهم په زندان کې دي.

ایران په دې وروستیو کې یوشمېر هغه کسان اعدام هم کړل چې اسراییل ته د جاسوسۍ په جرم محکوم شوي وو.

XS
SM
MD
LG