عراقچي وایي، د سیمې هیوادونه تر بل هر وخت د افغانستان په اړه د همغږي او دوامداره همکاریو چوکاټ ته اړتیا لري داسې چې په ګډو ګټو او امنیت متمرکزې او له مقطعي رقابتونو لیرې وي.
عباس عراچقي دا خبرې یکشنبه د ډیسبمر ۱۴ مه په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د استازو د ناستې په پیل کې وکړي.
نوموړي وویل د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړلی دی".
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د ایران د تسنیم خبري اژانس په ایکس پاڼه خپرې شوي ویلي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د منظمو خبرو اترو د میکانیزم رامنځته کول ستراتیژیکه اړتیا ده:"د افغانستان ثبات او پراختیا نه یوازې یوه بشري اړتیا ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره یوه ستراتېژیکه اړتیا هم ده. د تېرو څو لسیزو تجربو په ښکاره ډول ښودلې ده چې په افغانستان کې امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلې ده. له همدې امله، به بې ځایه نه وي که د فارسي ژبي پاکستاني شاعر اقبال لاهوري په څېر ووایو چې د ټولې سیمې ګډ راتلونکې د افغانستان له راتلونکې سره تړلی دی."
نوموړي ټینګار وکړو چې له سیمې بهر پرېکړې د سیمې د هیوادونو ستونزې نه شي حل کولای نه هم ثبات رامنځته کولای شي.
هغه وویل له همدې امله ایران تل د افغانستان په اړه په هره ناسته کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول ټینګار کړی او باور لري، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ژور تاریخي، کلتوري، او اقتصادي تړاو لري په همکاریو کې بنسټیز رول ولري.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د پاکستان د لومړي وزیر، د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو او دغه راز د چین، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزارتونو استازو ګډون کړی و.
په ایران کې د پاکستان سفیر، محمد مدثر، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته باید په غوڅ ډول رسېدنه وشي، او زیاته یې کړه چې پاکستان په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د پراختیا غوښتونکی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې ناسته کې د خپل استازي د نه ګډون په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو یو شمیر افغان کورنیو رسنیو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رئیس، حافظ ضیا احمد، له قوله راپور ورکړی چې دوی دې ناستې ته بلل شوي خو ګډون نه په کې کوي.
نوموړي ویلي وو چې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو سازمانونو او دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د سیمه ییزو هیوادونو سره فعالې اړیکې لري او د سیمهییز تفاهم او همکاریو د پراختیا په برخه کې د ده په وینا د پام وړ عملي پرمختګونه شوي دي.
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان د دغه سیمهییزې ناستې اهمیت ته په کتو وایي چې په دې ډول ناستو کې د طالبانو نه ګډون د ډیپلوماټیک تعامل لپاره له لاسه وتلی فرصت ګڼل کېږي.
له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "طالبان د خپل نظام په اړه هېڅ ډول فرمایش نه له دننه مني او نه له بهر څخه، ان که د سیمې، ګاونډیو هیوادونو او یا هم د سترو قدرتونو له لوري وی، دوی په دې کنفرانس کې هم د همدې لپاره ګډون ونه کړو څو دې ته اړ نه شي چې د کنفرانس پرېکړې ومني او عملي یې کړي."
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د دیسمبر په ۱۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي د تهران په ناسته کې د طالبانو د نه ګډون پرېکړه د دغه ډلې سیاسي نابالغتیا ښیي.
نوموړي ویلي طالبان د خبرو اترو او د مسایلو پر سر د مذاکرې وړتیا نه لري، او دا ډول چلند نه شي کولای موجودې جدي او پېچلې ستونزې حل کړي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو له څلورو کلونو وروسته هم افغانستان له ژورو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي او لا هم د دې هیواد د راتلونکې په اړه د همکاریو د ګډ سیمه ییز چوکاټ د جوړولو هڅې روانې دي.
د افغانستان ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان بې ثباتې د ټولې سیمې په امنیت، اقتصاد او کډوالۍ مفني اغیزې لري.